کونړ: د ماشوم د زېږون پرمهال د میندو او ماشومانو مړینه کمه شوې

د کونړد عامې روغتیا رییس وايي چې په دې ولایت کې د ماشوم د زېږون پرمهال د میندو او ماشومانو مړینه کمه شوې ده.

اسدالله فضلي په تېروشپږو میاشتو کې د خپلو څېړنو د نتیجو په اړه ازادي راډیوته معلومات ورکړل:

((په کونړکې موږ په ټولو ساحو کې کلینیکونه لرو. زموږارقام ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په رسمي ډول موږ د ښځو د مړینې یوه پېښه هم نه درلوده.))

ښاغلي فضلي په تېریوه کال کې په کونړکې د میندو او ماشومانو د مړینې په اړه نورارقام او جزییات ورنه کړل.

د احصاییو له مخې د صحي خدماتو او کارکوونکو د کمښت له کبله افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې خورا لوړه ده.