هاشمي: په افغانستان کې د داعش د مهارولو لپاره یوه پالیسې تصویب شوه

د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي وايي چې اسلامي دولت ډلې یا داعش په افغانستان کې حضور لري.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اسلامي ډلې یا داعش له فعالیتونو څخه اندیښنې شودل کیږي؛ افغان حکومت وایي، د دې ډلې پرضد د مبارزې لپاره یې پالیسي جوړه کړې.

د ولسمشرغني د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ننګرهار، فراه او هلمند کې داعش حضور لري:

((په افغانستان کې د داعش د مهارولو لپاره د افغانستان امنیت شورا یوه ځانګړي پالیسي تصویب کړه او دا په دې خاطر ده چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په بیلابیلو سیمو کې اقدامات وشي چې بریالي هم وه.))

په عین حال کې د افغانستان د اجراییه ریاست مرستیال په دې هېواد کې د داعش حضور یو واقعیت بولي.

محمد خان رحماني د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال ختیځکې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونه زیات شوي دي:

((د افغانستان په شمال ختیځ کې د دښمن تحرکات ډير شوي دي؛ معلومات دا دي چې د دې کسانو په سر د داعش خلک دي؛ نو طبعاً په افغانستان کې د داعش حضور په واقعیت بدل شوی دی.

دا چې دا ډله څوک دي؟ افغانستان ته په څه ډول راځي؟ دا نور سوالونه دي چې اوس نه غواړم په اړه یې څه ووایم.))

محمد خان رحماني وايي، تاجکستان لېوالتیا ښودلې چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره افغان حکومت ته د مرستې لاس ورکړي.

هغه زیاته کړه چې په ځینو سیمو کې داعش له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شوي او په ځینو ځایونو کې طالب قوماندانانو خپل نومونه بدل او له یادې ډلې سره یوځای شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کيږي چې د افغانستان د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل هم د شنبې په ورځ د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په زیاتیدو اندیښنه وښوده.

ښاغلي نبیل ننګرهار ولایت ته چې داعش ډله په کې فعاله ده اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې ولایت کې د داعش د فعالیتونو موضوع ډېره جدي ده.

له دې وړاندې هم افغان امنیتي چارواکو په فراه، غور، هلمند، غزني، لوګر او ځینو نورو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونوپه اړه وخت نا وخته څرګندونې کړي دي.

خو پوښتنه دا ده چې دا ډله د افغانستان امنیت تر کومه حده ګواښي او د له منځه وړلو لپاره یې کومې لارې اغیزمنې تمامېدای شي.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي اسلامي دولت ډله باید په متحد ډول مهار شي.

مرزامحمد یارمند وايي، د داعش په نوم د مشهوري اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په خاطر ملي او سیمه ییزو هڅو ته اړتیا ده:

((د دې پدیدې د مخنیوی لپاره باید دوه ډوله هڅې ولرو؛ لومړی د سیمه ییزې تګلارې جوړول او بل په ملي پیاوړي لار کار کول.

په سیمه ییزه کچه باید باید د منځینۍ اسیا هیوادونه او ایران، پاکستان، چين او افغانستان یو کنفرانس را وبولي او فیصله وکړي چې داعش څه ډول پدیده ده او موږ باید څه وکړو؛ په دې معنا چې دوی باید په ګډه یو پروګرام جوړ کړي.

په ملي کچه په کار ده چې ټول سیاسیون وحدت ته کار وکړي او ورته غاړه کیږدي.))

یو شمېر نور کارپوهان په دې باور دي چې د دې ډلې سره د مبارزې په خاطر باید لومړی زیان لیدونکي سیمې ځانګړي او افغان ځواکونه یې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

دوی وایي چې افغان حکومتي چارواکي باید په دې برخه کې پیاوړې ستراتیژي رامنځ ته او د سیمې او نړۍ د هېوادونو په مرسته او همکاری دا مبارزه پرمخ بوځي.

راپور: یوسف ځدراڼ