په شمال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي

د افغانستان په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ په دغه زون کې روان امنیتي وضعیت له امله د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.

په بلخ کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو د څانګې مشرې فوزیه نوابي ازادي راډیو ته وویل چې په روان لمریز کال یې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۴ پېښې ثبت کړي دي.

نوابي وویل چې دغه پيښو لس یې په بلخ او پاتي نوري په سرپل؛ جوزجان اوسمنګان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

مېرمن نوابي، له کوره تېښته، په بدو کې ورکول، تعلیم او صحي خداماتو ته نه لاس رسی؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوال اصلي لاملونه وبلل.