"ناټو د روسیې له خوا له نویو ګواښونو سره مخ شوې ده"

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ستونزې موجودې دي؛ ناټو د روسیې له خوا له نویو ګواښونو سره مخ شوې ده. د بلومبرګ بزنس شبکې تر دې سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او لیکي: د افغانستان په مساله کې تر یوې لسیزې له زیاتې ښکلتیا سربیره ناټو لا هم د امریکا په څېر په دې هیواد کې ښکیل ده.

د بلومبرګ په وینا سره له دې چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو شپږ میاشتې وتلي؛ د امریکا متحدو ایالتونو د ناټو د تیرې اونۍ په غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته به د راتلونکې کال تر پای دوام ورکړي او په ۲۰۱۷م کال به په افغانستان کې غیرې پوځي ماموریت ولري.

بلومبرګ بزنس وړاندي وايي؛ سره له دې چې د ناټو د غړیو هېوادو د دفاع وزیران په خپله وروستۍ غونډه کې د روسیې د پوځي ګواښ پر وړاندې پر یو لړ اقداماتو سلا شول؛ خو بیا هم ډیرې امنیتي ستونزې د دې تړون مخکې پرتې دي.

ورځپاڼې د افغانستان د دفاع د وزیر معصوم ستانکزي څرګندونې راخیستي چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې یې ویلي؛ هېواد یې ډیرې قربانۍ ورکړي چې څوک یې باید له یاده ونه باسي.

د اوکراین د کړکیچ د پیل راهیسې د ډېرو لویدیځو هیوادونو چې د ناټو غړي دي اړیکې له مسکو سره ترینګلې شوې دې.

د سیډني مارنینګ هیرالډ په نوم یوې استرالیايي ورځپاڼې په ارزګان ولایت کې د هغه قومندان د وژل کیدو په اړه راپور لیکلی چې د اسټرالیا له خوا یې ملاتړ کېده.

ورځپاڼې لیکنه په یوه پوښتنه پیل کړې او وايي؛ چا په افغانستان کې د اسټرالیا جنګسالار وواژه؟

لیکوال په لیکنه کې د ارزګان پخوانی د امنیې میلیونر قومندان مطیع الله خان وژل کېدو ته اشاره کړې ده او وايي استرالیا دا کس د ارزګان د درې سوه پنځوس زره خلکو قومندان کړ. خو د لیکنې په وینا دا سړی د مارچ په میاشت کې په مرموزه توګه د کابل په واټونو کې ووژل شو.

سینډني مارننګ هیرالډ ورځپاڼه وړاندې وايي؛ اوس د مطیع الله خان ځای د هغه ورور رحیم الله نیولی. هغه دې ورځپاڼې ته ویلي چې په ارزګان کې هیڅ اندېښنه نه شته او دغلته ټول قومي مشران مطیع الله خان او د هغه کورنۍ ته درناوی لري.

په لیکنه کې دې ټکي ته هم اشاره شوې چې وسلوالو طالبانو د مطیع الله خان د وژنې مسولیت منلی خو داسې تورونه هم شته چې د نوموړي په وژنه کې پاکستاني ادارو هم برخه لرله.

ورځپاڼې د وژل شوي امنې قومندان د یو خپلوان شمس الله له قوله ویلي؛ طالبانو نه شوه کولی چې نوموړی په ارزګان یا کابل کې ووژني؛ ان که د برید کوونکو شمېر یې زرو ته هم رسیدلی وی.

ورځپاڼې د خپلې مقالې په پای کې ویلي؛ د امریکا متحدو ایالتونو او اسټرالیا په افغانستان کې تر ډېره د جنګسالارانو پر ځواک اتکا کړې او اسټرالیا په خپل ملاتړ یو سیمه ییز سړی په ارزګان کې پر یو دیکتاتور بدل کړی و.