"په کراچۍ کې د تودوخې څپه په نړېوال چاپېريال کې د بدلون له امله ده"

په داسې حال کې چې له تېروو اوو ورځو راهيسې د پاکستان د سند ايالت په مرکز کراچۍ او د ايالت په نورو برخو کې تودوخې سلګونه کسان وژلي؛ د پاکستان دولتي چارواکيو خبردارى ورکړى چې په نړېوال چاپېريال کې د بدلون له امله ښايي په راتلونکي کې د ګرمۍ دا ډول څپې نورې هم راشي.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې له تېرې يکشنبې راهيسې ګرمۍ په کراچۍ او د سند ايالت په نورو برخو کې تر ١١٠٠ زيات کسان ووژل چې دا لړۍ لا دوام لري.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ که څه هم د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د تودوخې درجه لږه څه ټيټه وه؛ خو سربېره پر دې د ښار په بېلابېلو دولتي او شخصي روغتونونو کې د تودوخې؛ تپ او جل وهنې له امله لږ تر لږه ٣٥ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کراچۍ روغتيايي چارواکي وايي چې لا هم د ښار په جناح؛ عباسي شهيد، سول، لياقت نېشنل او نورو روغتونونو کې سلګونه جل وهلي ناروغان تر درملنې لاندې دي چې د ځينو روغتيايي حالت په کې مرګونى دى.

د دوى په وينا، د جل وهنې له امله تر ټولو زيات خلک په کراچۍ کې مړه شوي؛ خو د دې تر څنګ د سند په لاړکانه، سکهر، حيدراباد، شکارپور او نورو سيمو کې هم ګڼ شمېر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړى دی.

بلخوا د جمعې په ورځ د پاکستان د روغتيا وزيرې ساېره افضل تارړ له جګپوړو دولتي چارواکيو سره د کراچۍ د بېلابېلو روغتونونو تر دورې او له جل وهلو ناروغانو سره تر ليدنې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په کراچۍ کې د تودوخې وروستۍ څپه په نړېوال چاپېريال کې د بدلون له امله راغلې ده:

"پوښتنه کېږي چې په کراچۍ کې د ګرمۍ له امله دومره خلک ولې مړه شول؟ نو بايد ووايم چې په نړۍ کې د چاپېريال د بدلون له امله موسمي بدلونونه هم رامنځته شوي او دا تودوخه له همدې وجې ده. موږ بايد له دې زيانونو زده کړه او په راتلونکي کې يې د مخنيوي لپاره اقدامات وکړو."

هغې زياته کړه چې مرکزي او ايالتي حکومتونه دې د ځاني زيان مسووليت پر يو بل اچولو په ځاى له دې پېښې پند واخلي او په راتلونکي کې دې يې د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

په کراچۍ کې د تودوخې له امله د ځاني زيان سربېره لا هم د ښار په بېلابېلو برخو کې د برېښنا د بندښت لړۍ روانه ده چې له امله يې د اوبو نشتوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د حکومت پرضد لارو کوڅو ته راوتلي دي.

له بلې خوا د پاکستان اپوزيسيون ګوندونو د جمعې په ورځ د کراچۍ په ګډون د پاکستان په ټولو ښارونو کې د مرکزي حکومت پرضد احتجاجي مظاهرې وکړې او د نواز شريف له حکومته يې وغوښتل چې ژر تر ژره دې په هېواد کې د برېښنا ستونزه حل کړي.

دوى پر صدراعظم نواز شريف نيوکه وکړه چې د روژې په پيل کې يې له ولس سره ژمنه کړې وه چې په دې مياشت کې به برېښنا نه قطع کېږي؛ خو د دوى په خبره، د روژې میاشت له پیل راهیسې د برېښنا قطع کېدل د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

په عين حال کې د ايدهي خيريه ټولنې چارواکيو رسنيو ته ويلي چې په کراچۍ کې يې په لومړي وار په يو ځل دومره ډېر مړي وليدل چې له امله يې په مرده خانو کې د مړيو د ايښودو او په هديرو کې د ښخولو ځايونه ختم شوي دي.

په تېرو څو ورځو کې په کراچۍ کې د تودوخې درجه په پرله پسې ډول تر ٤٢ سانتي ګرېډو پورته ښودل شوې چې له ١٩٧٩م کال راهيسې په دې ښار کې تر ټولو شديده ګرمي انګېرل کېږي.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر سوداګريز مرکز ګڼل کېږي چې شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک په کې ژوند کوي. که څه هم دغه ښار له پخوا راهيسې د څښاک د اوبو او برېښنا له کمښت سره مخ دی؛ خو سږکال دا ستونزې د برېښنا د اوږد مهاله بندښت له امله د پخوا په پرتله څو چنده زياتې شوي دي.

راپور: ذبيح شفق