په فراه کې د لویو لارو د امنیت لپاره موظف یوشمېر پولیس له دندو ګوښه شول

د فراه ولایت چارواکي وايي چې د لویو لارو د امنیت لپاره موظف یوشمېر پولیس یې له دندې ګوښه کړې دي.

د فراه امنیه قوماندان فضل محمد صمدیار آزادي راډیو ته وویل چې فراه، فراه رود د لویې لارې شل تنه امنیتي پولیس له باروړونکو موټرو او مسافرو د غیرقانوني پیسو په اخیستو کې د لاس لرلو په تور له کاره لېرې شوي دي:

ښاغلي صمدیار زیاته کړه چې دا کسان پوځي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د فراه ولایتي ادارې دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د فراه او فراه رود د لویې لارې په اوږدو کې له خلکو او موټر چلوونکو سره د لویو لارو د پولیسو د ناوړه چلند په اړه راپورونه ورکړل شول.