په تهران کې د والیبال د یوې لوبې لیدو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګول شو

د راپورونو له مخې ایراني چارواکو په تهران کې د والیبال د یوې لوبې لیدو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

د ښځو په چارو کې د ولسمشر مرستیالې شاهیندخت مولاوردي Shahindokht Molaverdi مخکې ژمنه کړې وه چې د آزادۍ په نوم د تهران په سپورټي سټیدیوم کې د ایران او امریکا د ټیمونو ترمینځ د والیبال لوبې لیدو ته به محدود شمېر ښځو ورپرېږدي؛ خو دا وینا د سخت دریځو ملایانو له غبرګون سره مخامخ شوه او حتی ځینو افراطي چارواکو ګواښ کړ چې وینې به وبهوي.

د چارشنبې په ورځ د سخت دریځو یوې کوچنۍ ډلې د سپورټ د وزارت مخې ته مظاهره وکړه او وروسته نیمه دولتي خبري آژانس یسنا د ایران د والیبال د فدراسیون د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د والیبال د نړېوال فدراسیون د لیګ د دې لوبې لیدو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.

ګڼ شمېر ایرانیانو په هېواد کې دننه او بهر پر ټولنیزو رسنیو د دې پرېکړې پرضد سخت اعتراض کړی.

د والیبال پرونۍ لوبه ایران درې د صفر په وړاندې وګټله.