امان: افغان ځواکونه به په جګړه کې پر مخالفینو رحم ونه کړي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، ټول هغه محدودیتونه یې چې په تیرو څوکلونو کې د امنیتي ځواکونو د لارې پرسر وو، لرې کړي دي .

په داسې حال کې چې د افغانستان د دفاع وزارت په یو نوي اقدام کې د پوځي عملیاتو په مهال پرامنیتي ځواکونو لګیدلي محدودیتونه لرې کړي، خو له دې سره دا ویره هم پیدا شوې چې ممکن له دې سره د ملکیانو مرګ ژوبله بیا زیاته شي.

د افغانستان د دفاع د وزارت د اوپراسیون ریس جنرال افضل امان وايي چې دغه وزارت امنیتي ځواکونو ته د شپې عملیاتو ،هوايي او ځمکینو حملو اجازه ورکړې او خبرداری ورکوي چې وروسته تردې به افغان ځواکونه د جګړې په میدانونو کې د دولت پر وسله والو مخالفانو رحم ونه کړي:

((په تیرو کلونو کې محدودیتونه وو چې د شپې او نور عملیات بند شول ترڅو د ملکیانو د تلفاتو سبب نه شي، خو اوس مهال دغه محدودیتونه نشته چې په هغې کې د جګړې په میدان کې د وسله والو مخالفانو نه وژنه، د شپې عملیات او هوايي حملې شاملې وې، اوس مهال موږ یوازې یو محدودیت لرو چې هغه هم د غیر ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی دی.))

د درنو وسلو نه کارول، د شپې له خوا د عملیاتو بندیدل، په مخامخ جګړه کې د وسله والو ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفانو تر وژل کیدو وروسته د افغان ځواکون بندي کیدل په تیرو درېیوکلونوکې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې محدودیتونه ګڼل شوي .

خو د دفاع وزارت وايي چې اوس مهال یې دغه محدودیتونه لرې کړي دي .

تردې مخکې د افغانستان د وسله والو قواوو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم شمالي ولایتونوته د خپل سفرپه ترڅ کې ویلي چې تردې وروسته به امنیتي ځواکونه په پراخ لاس د دولت د وسله والو مخالفانو پرضد عملیاتونه کوي .

د شپې عملیات او له درنو وسلو استفاده د افغانستان د پخواني ولسمشرحامد کرزي د دورې یوه جنجالي مساله وه .

هغه مهال حامدکرزي په رسمي توګه د استوګنو کورونو د پلټلو پردغو سیمو د شپې عملیاتو، هوايي حملو او درنو وسلو د کارولو د بندیدو په اړه یو فرمان هم ورکړی وو .

اوس مهال د پوځي چارو یو شمېرکارپوهان په دې باوردي چې د دغو محدودیتونو په لرې کولو سره به افغان ځواکونه د وسله والو مخالفانو په وړاندې په یوې لوړې انګیزې سره جګړه وکړي .

د کورنیوچارو د وزارت پخوانی مرستیال مرزا محمد یارمند وايي :

((دغو ځواکونو ته یو وظیفوي استقلال ورکړل شوی او دا چې څومره به دغه ازادي له لاسته راوړنو سره مل وي په دې پورې تړلې چې څومره امنیتي ځواکونه په درنو تجهیزاتو سمبال شي.))

که څه هم چې د پوځي چارو کارپوهان د دې پریکړې په اړه خوشبیني ښيي خو د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وايي چې د شپې له خوا د عملیاتو په اړه اندیښنه لري .

د دغه کمیسیون چارواکي وايي چې ښايي په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګو ژوبله واوړي .

د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیار له ملي دفاع وزارته غواړي چې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو پرمهال دې له احتیاط نه کار واخلي :

((په عملیاتو کې باید دقت دا وي چې ملکي وګړو ته تلفات وانه وړي او د خلکو په استوګنو سیمو کې باید له درنو وسلو کار وانه خیستل شي.))

د افغانستان د دفاع وزارت په داسې حال کې دغه تصمیم نیسي چې له څو میاشتو را په دیخوا یو شمېر ولایتونه نا امن دي او حکومتي چارواکي او د ملي شورا غړي د دغو ولایتونو د یوشمېر ولسوالیو د سقوط په اړه خبرداری ورکوي.

په همدې حال کې د پوځي چارو یو شمېرکارپوهان او د امنیتي ارګانونو پخواني چارواکي ټينګارکوي چې حکومت باید د عملیاتوله لارې د محدودیتونو له لرې کولو سربیره باید درنې وسلې او هوايي او ځمکني تجهیزات هم د دغو ځواکونو په واک کې ورکړي .