د پوهنې وزارت په بدخشان او هرات کې د زده کوونکو د مسمومیت پېښې څېړي

د پوهنې وزارت وايي په هرات او بدخشان کې يې د زده کوونکو نجونو او ښوونکو د مسموميت د وروستيو پېښو د څېړنې لپاره- يو هيئت ټاکلى دى.

د هرات د نجونو په لېسه کې ٧٠ تنه زده کوونکې پرون او ١٦ نورې زده کوونکې ورسره څلور تنه ښوونکي د بدخشان په سراب لېسه کې د پنج شنبې په ورځ د نامعلوم دليل له مخې مسموم شول.

د پوهنې وزارت د نشراتو ریيس کبير حقمل ازادي راډيو ته وويل چې وزارت يې دا ځل غواړي د موظف شوي هيئت په مرسته دغه پېښې په جديت سره وڅېړي او علت معلوم کړي:

د يوې مياشتې په موده کې په باميان، بادغيس، سمنګان او کاپيسا کې هم ورته پېښې شوې دي.

د پوهنې وزارت ژمنه کړې چې د دغو پېښو عاملان به د قانون منګولو ته وسپاري.