د ۲۳۰ کانونو د کېندنې په برخه کې د کارپوهانو اندېښنې

یو شمېرافغان کارپوهان د ۲۳۰ کانونو د کېندنې په برخه کې د حکومت د څارنې د څرنګوالي په اړه اندېښمن دي.

په افغانستان کې د زورواکوله خوا په خپل سرد کانونو کېندنې او په اړوندې برخه کې له تړونونوڅخه د حکومت د څارنې د توان نه موجودیت، د اقتصادي چارو د یو شمېرکارپوهانو اندېښنې راپارولي دي.

په دې وروستیوکې د کانونو وزیر ویلي چې دغه وزارت له ۳۳۹ تړونونو څخه د ۱۰۰ لاسلیک شویو تړونونو د څارنې توان نه لري.

د اقتصادي چاروکارپوه تاج محمد اکبر وايي چې حکومت اوس مهال په سلوکې پنځوس د خپلې عادي بودجې د تامینولو جوګه نه دی او د کانونو د کېندنې په برخه کې د حکومت د څارنې د توان نه موجودیت او دغه شان په دې برخه کې د عایدوتو کمښت به د هېواد اقتصاد سخت اغیزمن کړي.

ښاغلي اکبر ازادي راډیوته وویل چې د یوښه او هوسا ژوند لپاره د افغانانو یواځنی هیله همدا د هېواد له کانونو څخه ترلاسه کېدونکې ګټه ده:

((کله چې د چا سر تړون کوي او هغه کولای شي چې امنیت یې خوندي کړي نو دولت ولې نه شي کولای چې په څو لکېزه ځواک سره دا کار وکړي، په دولت کې فساد دی، ځوک چې کانونه کېندې زورواکې دي، دوی عادي کسان نه دي، په اوس مهالي حکومت کې د پخواني حکومت په پرتله ډېرې ستونزې موجودې دي، دلته څولاسونه دي او دې موضوع موږاندېښمن کړی یو.))

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزیرداوود شاه صبا د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د کانونو چورلاهم د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول ناامنو ځایونو کې روان دی.

هغه ټینګار وکړچې د وړوکانونو ډیری تړون کوونکو د تړون له مخې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او که دا وضیعت کنترول نه شي نو هېواد به له یو ناورین سره مخ شي.

په عین حال کې د ولسي جرګې یو غړی عبدالرحیم ایوبي وايي چې د هېواد د ډېریو کانونو کېندنه له ناامنیو سربیره د حکومت د ناسمو سیاستونو او شخصي ګټو ښکار ده چې د نوموړي په وینا دا به د هېواد په ګټه نه وي.

دی وايي، ترکومه چې حکومت د کانونو د قانون د تعدیل او او د پانګونې لپاره د خوندي زمینو په برخه کې اقدام ونه کړي، افغانان به د هېواد له طبیعي سرچینو څخه کله هم ګټه ونه ویني.

خو د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي چې دوی د یاد وزارت په چوکاټ کې د بنستیزو بدلونونو اراده لري او د کانونو د کېندنې په برخه کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته اړ دي.د دغه وزارت ویاند محي الدین نوري وايي:

((په دې صورت کې چې امنیتي ځواکونه له موږ ملاتړ وکړي، زموږانجنیران به د افغانستان په بېلابېلو برخوکې کانونوته ورشي، دا تړونونه له بده مرغه په هغو سیمو کې ورکړل شوي چې یا د دولت په کنټرول کې نه دي او یا یې هم د امنیت خوندي کول په دایمي ډول ستونزمن دي، د ډیرو د سکرو کان دی، د تېږو کان دی او په بېلابېلو نورو برخو کې.))

په عین حال کې د افغانستان د کورنیوچارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي د هغو کسانو مخه ونیسي چې په غیرقانوني ډول کانونه کېندي.

د چارو کارپوه تاج محمد حکومت په دې برخه کې د نه پاملرنې له امله په پخواني حکومت انتقاد کوي خو وايي، تمه نه لري چې د ملي وحدت حکومت هم په دې برخه کې د پام وړکار ترسره کړي.

دی وايي، ترکومه چې د کانونود قانون د بیا کتنې لپاره سیاسي اراده نه وي موجوده، مقرات سم نه وي تنظیم شوي او کدرونه زیات نه شي موجود ستونزې به هم هوارې نه شي.