مشرانوجرګه: له امریکايي چارواکو دې د ملکي تلفاتو په اړه پوښتنې وشي

مشرانو جرګه وایي چې افغان حکومت باید له امریکايي چارواکو څخه د ملکي تلفاتو په اړه پوښتنه وکړي.

وروسته له دې چې د امریکا یوې ادارې په افغانستان کې د عملیاتو پرمهال د ملکیانوله مرګ ژوبلې پرده پورته کړه، دې کارد بېلابېلو ارګانونو غبرګونونه راوپارول.

د سې شنبه په ورځ د مشرانو جرګې غړو هم په دې اړه اندیښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې افغان حکومت باید له امریکا څخه د دې مرګ ژوبلې لامل وپوښتي.

د مشرانو جرګې مشرفضل الهادي مسلمیارد امریکايي ځانکړو سرتیروله خوا د ملکي وګړو وژل جنګي جنایت وباله او زیاته یې کړه چې عاملین باید مجازات شي:

((موږ نن چوپه خوله نه پاته کیږو چې موږ نن یوازې ږغ وکړ بلکې په تعقیب- تعقیب سره مو د سناتور صاحبانو څخه غوښتنه دا ده چې په هر مجلس کې به دا غوښتنه کوي ترڅوموږ ته افغان حکومت او امریکايي چارواکي مثبت نظر را نه کړي چې ولې موږ د ورځې د لسو څخه تر پنځلس پورې بې ګناه شهیدان ورکړل.))

مشرانوجرګه په داسې حال کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندیښنه ښيي چې په دې وروستیو کې یوه امریکایي قوماندان ویلي چې په افغانستان کې د دوی د عملیاتو پر مهال ډیره مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دې امریکایي قومندان په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي چې د۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ په هره شپه کې د امریکا ځانګړو ځواکونوپه افغانستان کې له پنځلسو ترپنځه ویشتو ملکیان وژل.

مشرانو جرګه وایي، د امریکایي ځواکونو دا کار یو جنایت دی او زیاتوي چې امریکايي سرتیرو د خپلې دندې پرمهال له ټولو قوانینو سرغړونه کړی ده.

د مشرانو جرګې یوه غړي لطیف بابا وویل، افغان حکومت باید په دې برخه کې چوپه خوله پاته نه شي او باید خپل ږغ تر نړېوالې ټولنې پورې ورسوي:

((دوی له پنځلسه تر پنځویشت پورې افغانان په قصداً سره وژلي دي، یعنې د افغانانو وینه دومره ارزانه نه ده چې څوک راځي د پیسو په مقابل کې افغانان وژني.

د ملي له وحدت حکومته مو په جدیت سره دا غوښتنه ده چې دا موضوع وڅیړي او د امریکا حکومت څخه دا پوښتنه وکړي که رښتیا همداسې وي د دوی سره نه تړون او نه دا مرستې چې له موږ سره یې کوي پکار دي ځکه موږ د ویني په بدل کې مرسته نه غواړو.))

هڅه مو وکړه چې د مشرانو جرګې د دې غوښتنې په اړه د بهرنیوچارو وزارت نظرله هم واخلو خو د پرله پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانیدوچې د بهرنیو چارو وزارت نظرله ځان سره ولرو.

له دې وړاندې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبلې د بشري حقونو د بېلابېلو سازمانونو غبرګونونه له ځان سره درلودل خو لاهم په افغانستان کې ملکیان د جنګ جګړو قربانیان دي.

په دې وروستیو کې د یوې بهرنۍ موسسې له خوا وویل شول چې په افغانستان کې په تیرو دیارلسو کلونو کې څه باندې یو لک کسان په جنګ جګړو کې وژل شوي دي.