په کابل کې د څو ښوونځیو سلګونه ښوونکو درسي اعتصاب کړی

په کابل کې د څو ښوونځیو سلګونو استادانو د هغه څه په اړه چې دوی یي د حقوقو نه مراعتول بولي درسي اعتصاب کړی دی.

دا ښوونکي وایې چې د دولت له خوا ورسره شوي ژمنې عملي شوي نه دي او ترهغې به اعتراضونو ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې منل شوي نه وي.

د کابل ښار څو ښوونځي د ښوونکو د اعتراضونو له امله د زده کوونکو په مخ تړل شوي او د ښونځیو په منځ کې یوازې ډلې ښوونکي لیدل کیږي چې د حکومته د خپلو ژمنو عملي کیدل غواړي.

دا ښوونکي وایې چې حکومت تل د دوی د ژوند د ښه کولو ژمنې کړي خو په عمل کې څه نه کیږي او نه هم د دوی ژوند او امتیازاتو ته پاملرنه شوي ده.

د حبیبیې د لیسې مدیرسیدشاه بکاولي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل ښوونکي اعتراض لري چې معاشونه یې کم دي، رتبې یې نه لوړیږي، د حکومت له خوا ورسره د ځمکو د ویش ژمنه نه عملي کیږي او درسي ساعتونه یې ډير دي.

نوموړی وایي، د ښوونکو د اعتراضونوله امله په زرګونو زده کوونکي بې درسه پاتې دي او ښوونکي ټینګارکوي چې د غوښتنو تر پوره کیدو درسونو ته نه حاضریږي:

((تقریبا موږ د ښوونځي په دوه وختونو کې له ۹۵۰۰ څخه ډير زده کونکي لرو چې د تحصن له پیلیدو سره دا زده کونکي له درسونو څخه پاتې او ښوونه له ستونزو سره مخ شوې ده.

له اړونده چارواکو زما غوښتنه دا ده چې د ښوونکو دا غوښتنې حل کړي تر څو په ارام فکر درس ته راشي.))

په کابل کې د ښوونکو دا اعتراضونه د دوشنبې ورځې راهیسې د حبیبیې له لیسې پیل شول چې اوس د ښارګڼو نورو ښوونځیو ته هم غځيدلي دي.

جمهور ریس اشرف غني نږدې اوه میاشتې وړاندې له ښوونکو سره ژمنه کړې وه چې د شپږو میاشتو په موده کې به په ښوونکو نمرې ویشي او نوی افغان حکومت به یې امتیازارتو ته پاملرنه کوي.

ښوونکي وایې، دا او د تیرو حکومتونو ژمنې نه عملي کیږي او دوی تل په کمو امتیازاتو او امکاناتو زده کوونکو ته درس ورکړي خو د ډیرې مجبورې نورنه شي کولای چې په ښه زړه دا پروسه مخ ته یوسي.

د ګزرګاه د نجونو د منځني ښوونځي یوې ښوونکي ازادي راډيوته وویل، د حکومت له خوا یې ژوند ته هیڅ پاملرنه نه شته او تر هغې چې دولت خپلې ژمنې پوره نه کړي دوی به ټولګیو ته لاړې نه شي:

((دلته یوه ښوونکي یم موږته تراوسه خورا ډيرې ژمنې راکړل شوي دي خو هیڅ کومه ژمنه پوره نه شوه له دې ژمنو څخه موږته د هستوګنې لپاره د کورونو او ځمکو ورکول وه موږد اوسیدلو ځای او سم معاش نه لرو په داسې حال کې چې تاسې شاهد یې چې بیې ورځ تر بلې لوړیږي.))

له دې سره د افغانستان د پوهنې وزارت وایې، هغه ژمنې چې دوی له ښوونکو سره کړي او یا د ښوونکو حق کیږي پوره کوي خو دا پروسه زیات وخت ته ضرورت لري.

د پوهنې وزارت ویاند کبیرحقمل ازادي راډيو ته وویل، تراوسه یې نږدې یو لک ښوونکو ته نمبرې ویشلي او دا وزارت د معاشاتو په شمول په ګڼو نورو برخو کار کوي چې د افغان ښونکو ژوند ښه شي:

((ډیرې دا غوښتنې چې ښوونکي یې مطرح کوي د پوهنې وزارت له توانه پورته دي خو هغه څه چې موږ یې امکانات لرو موږ د ښوونکو په واک کې ورکړي دي،لږترلږه د دوی په معاشونو کې ۷۵ فیصده تغیر راغلی، دوی مو سل په سلو کې په اداری اصلاحاتو سیستم کې شامل کړي دي.

زموږ کار دا دی چې ټولو ته پاملرنه کیږي خو په ټوله کې غوښتنې ډيرې دي چې غټو امکاناتو ته ضروت لري.))

بل خوا کارپوهان وایې چې ښوونکو ته د امتیازاتو ورکولو هغه موضوع ده چې تل یې په مجلسو او غونډو کې یادونه شوي خو په رښتیني توګه کله هم پرې عمل نه دی شوی.

دوی وایي د ښوونکو بې وسي او رواني ناارامتیا مستقیما د زده کړې په چاپیریال اغیزه کوي او تر هغې چې حکومت په جدي توګه دا موضوع حل نه کړي ممکن له ښوونځیو هغه هیلې پرې شي چې افغانان یې د خپلو اولادونو د ښو زده کړو په برخه کې لري.

راپور:یوسف خان ځدراڼ