افغانستان کې څه باندې ٩ لکه کسان د ناامنیو له امله بېځایه شوي

د ملکي وګړو د ژغورنې د ډلې یوه تازه څیړنه ښیي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له پيلېدو راهیسې تر اوسه څه باندې نهه لکه او شپیته زره کسان په افغانستان کې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د نا امنیو زیاتوالي د خلکو لپاره ډيرې ستونزې رامنځ ته کړي او آن ځينې یې مجبوره شوي؛ څو د مخالفینو لیکو ته ور ګډ شي.

دا هغه مساله ده چې د ملکیانو د ژغورنې ډلې یې په اړه څیړنه کړې او دا وضعیت د اندیښنې وړ بولي.

د دغې ډلې یوه تازه څيړنه ښیي چې د روان میلادي کال له پيله تر اوسه د افغانستان له نا امنو ولایتونو څخه نهه لکه او څلور شپېته زره تنه بې ځایه شوي دي.

د ملکي وګړو د ژغورنې د ډلې یو غړي محمد نبي تدبیر د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته په دې اړه معلومات ورکړل:

((اکثره اوږد مهاله بې ځایه شوي وګړي چې د لویو ښارونو په لمنو کې اوسیږي؛ په ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي. د یادونې وړ ده چې د کډوالو او بې ځایه شویو وزارت تر اوسه د بې ځایه شویو لپاره کومه ځانګړې بودجه هم نه لري.))

دا ارقام ښيي چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو وګړو شمیر د ۲۰۱۴ کال په مقایسه دوه برابره زیات شوی دی.

دغه ډله په خپل راپور کې په کندز کې شلو زرو بې ځایه شویو کسانو ته اشاره کوي چې دا خلک له پاکو اوبو؛ خوراکي موادو، ښوونې او روزنې بې برخې دي او ځينې زاړه او ماشومان په کې مړه شوي هم دي.

د ملکي وګړو د ژغورنې ډلې په راپور کې دغه راز راغلي چې د نا امنیو تر څنګ، بې وزلي، د خوراکي موادو کمښت، قومې شخړې، بې روزګاري او له ښوونې او روزنې څخه لرې والی؛ د دې لامل ګرځیدلی، څو زیات شمېر خلک له کلیو او بانډو څخه کابل ښار ته راشي.

دا ډله په دې برخه کې د کډوالو چارو وزارت پر کړنو انتقاد کوي او وایي چې دغه وزارت تر اوسه د بې ځایه شویو لپاره روښانه پالیسي هم نه لري.

خو د کډوالو چارو وزارت د بې ځایه شویو وګړو د چارو مسوول مهر خدا صبار دا څرګندونې ردوي:

((هره ورځ درې تر څلور سوه کورنیو پورې مرستې ترلاسه کوي. یو شمېر یې وروسته تر دې چې په ولسوالیو کې یې امنیت ټينګیږي؛ خپلو سیمو ته ګرځي چې د کډوالو چارو وزارت بیا په دوهم پړاو کې له هغو وزارتونو سره چې پراختیایي خدمات تر سره کوي؛ مرستې رسوي.))

راپورونه وايي چې دا مهال سلګونه کسان په بدخشان، سرپل، کندز، هلمند، بادغیس او بغلان کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي او له خپلو کورنیو سره د افغانستان نورو سیمو په ځانګړې توګه کابل کې ځای پر ځای شوي دي.

د ملکیانو د ژغورنې ډله خبرداری ورکوي چې که حکومت له دغو خلکو سره ژر تر ژره مرستې ونه کړي؛ نو یو انساني ناورین به رامنځ ته شي.