د افغانستان په شمال زون کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه شوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د شمال زون په لرو پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د مړني پر زیاتوالي اندیښنه وښوده.

په شمال زون کې د عامې روغتیا ریاست مسوول ډاکتر شاهد نن په بلخ ولایت کې رسنیو ته وویل چې د میندو له خوا د ولادت پرمهال د فاصلې نه مراعتول؛ اقتصادي ستونزې او روغتیايي خداماتو ته نه لاس رسی؛ هغه لاملونه دي چې د مور او ماشوم د مړنې کچه یې زیاته کړې ده.

پر همدې مهال په شمال زون کې د یو. اېس. اې. ای. ډي دفتر د همږغۍ د برخې مسوول ډاکتر راشد وویل چې دوی د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي په هدف په لرو پرتو سیمو کې پنځه کلن پروګرامونه پیل کړی دي.