سید اکبر اغا: افغانستان اوسنی وضیعت د یوګډ حکومت غوښتنه کوي

د افغانستان د خلاصون د لارې د شورا مشر او د طالبانو د پخوانۍ ډلې یو غړی سید اکبر اغا وايي چې افغانستان اوسنی وضیعت د یوګډ حکومت غوښتنه کوي کوم چې ټولې خواووې په کې خپله برخه ولري.

سید اکبراغا له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتېرو د اېستلو خبره کوي او وايي چې دا د ملت غوښتنه ده.

نوموړی ټینګارکوي که بهرنیان له هېواد ونه وځي نو ښايي طالبان د یوګډ حکومت د جوړولو لپاره انتخاباتو ته غاړه کېږدي او افغان حکومت باید په دې برخه کې ځیني قربانۍ ورکړي.

دا او په دې اړه نورې خبرې د دې اونۍ د حقیقت څه دی په خپرونه کې چې زموږ همکار اجمل تورمان برابره کړې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟