نورستانی: د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ۸۰میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، که د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره بودیجه ترلاسه نه کړي دا انتخابات به نورهم وځنډیږي.

د دغه کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني نن په داسې حال کې ولسي جرګې ته ورغلی و، چې ځینو وکیلانو یې له ورتګ سره سخت مخالفت وکړ.

خو له مخالفتونو سره - سره د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس د یادې جرګې لپاره د راتلونکو انتخاباتو په اړه وضاحت ورکړ.

احمد یوسف نورستاني؛ تېرې انتخاباتي لانجې، د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون، د انتخاباتو په اړه د حکومت نامعلوم دریځ او د بهرنیوله خوا د بودیجې نه تمویل هغه خنډونه وبلل چې د ولسي جرګې انتخابات یې ځنډولي دي.

ښاغلي نورستاني وویل، د انتخاباتو کمیسیون ډېرپخوا د انتخاباتو طرحه له حکومت سره شریکه کړې خو تراوسه یې ان د دویم ځلي طرحې په اړه هم ځواب نه دی ترلاسه کړی:

((کمیسیون په دویمه طرحه کې د ۱۳۹۴ کال د میزان یوولسمه د پارلماني انتخاباتو نیټه پیشنهاد کړې خو متاسفانه تر اوسه پورې هم نه ده ځواب شوې.

ترټولو خواشینونکې دا چې بهرنیو تمویلونکو هېوادونو په نامتنظره توګه په تېرو دوه درې اونیو کې له انتخاباتي ادارو سره د خپلو مرستو د بندولو خبره کړې ده.

یواځې د انتخاباتو د لګښت د پوره کولو لپاره موږاتیا میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو.))

د انتخاباتو کمیسیون رییس ښاغلي نورستاني وویل، د بهرنیو مرستو په بندیدو سره به د انتخاباتو کمیسیون څه باندې اته سوه روزل شوي کارکونکي په کور کیني چې دا مساله په خپله د راتلونکو انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

که څه هم خلکو ځینو استازیو د انتخاباتو کمیسیون مشروعیت د منلو وړ ونه وباله خو د دغه کمیسیون رییس سیاسي مسایل او د رایو پاڼو په تفتیش د بې ځایه پيسو لګول د انتخاباتو کمیسیون د بې باوره کولو اصلي عوامل وبلل.

ولسي جرګې په داسې حال کې د انتخاباتو کمیسیون رییس دې جرګې ته غوښتی و چې په دې وروستیو کې د انتخاباتو د نه ترسره کیدو په اړه بېلابېلې اندیښنې را پیدا شوې وې.

د ولسي جرګې کاري دوره د پنځم تقنیني کال په سرطان میاشت کې ختمیږي خو څه مودې مخکې د ولسمشردویم مرستیال وویل، چې د دې جرګې لپاره انتخابات سږکال نه کال بلکې کال ته ترسره کیږي.

اخوا د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیرچې د دوشنبې ورځې غونډه یې رهبري کوله پریکړه وکړه چې دا جرګه انتخابات غواړي خو د انتخاباتو کمیسیون له خوا د انتخاباتو ترسره کیدو پورې به خپل کار ته دوام ورکړي:

((اقتصادي مشکل، د کمیسیون اصلاح د انتخاباتو لپاره د مجریه قوې د ارادې نشتوالی، د نړېوالې ټولنې د مرستو بندیدل هغه څه دي چې باید ځنډ یې رامنځته کړی نو ترڅو چې کمیسیون انتخاباتو ته چمتو نه شي د دوی د اظهاراتو په مطابق ولسي جرګه خپلو ورځنیو چارو ته په رسمي او قانوني توګه ادامه ورکوي.))

ښاغلي قدیرهمدا راز ټینګار وکړ، چې د انتخاباتو کمیسیون د قانون له مخې هر وخت د دوی لپاره ځواب ویونکی دی.

د انتخاباتي مسایلو څیړونکي وايي، چې افغان حکومت باید د پارلماني انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره هڅې وکړې او پرینږدي چې په یوه او بله پلمه دا انتخابات له دې ډېر وځنډیږي.

دوی وايي، که حکومت د انتخاباتو د ترسره کولو په اړه خپل دریځ معلوم نه کړي نه یواځې دا چې بهرنۍ مرستې بندیږي بلکې د انتخاباتو په اصل به د خلکو باور هم له منځه یوړل شي.

راپور: صفي الله ستانکزی