په ښارکې د پارکېنګونو کموالی خلک له ستونزو سره مخ کړي

د خلکو په وینا په اوس وخت کې د موټرو د درولو لپاره پارکننګ له لومړنیو ضروریاتو څخه ګڼل کیږي، ځکه چې پخوا شخصي موټر دومره نه و، لکه اوس چې دي اکثره کسان به چې بازار روغتون یا کوم بل ځای ته تلل نو له ښاري موټرو به یې ګټه اخیستله، د دې غم به نه وو ورسره چې موټرته د درولو ځای څنګه پیدا کړي؟ په ښار کې د پارکننګونو کموالی خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي.

حاجي احمد وایي، چې ورور یې ناروغ روغتون ته راوستلی و، د موټر د درولو لپاره یې مناسب ځای نه و پیدا کړی داسې ځای یې درولې و، چې غلو ورنه بیولی و.

د پارکننګونو نشتون نه یوازې په ښار بازار کې بلکې په رسمي دفترنو کې هم خلک له ستونزو سره مخ کړي فیض محمد فیضي وایي، چې د دوی په وزارت کې هم دومره ځای نشته چې د ضرورت په وخت کې موټر په کې ودروي.

که مارکیټونه د موټرو د درولو لپاره پارکننګ ونه لري، خلک مجبوروي چې د سړک په غاړه موټر ودروي، زلمی مینه ناک وایي، چې دا کار د موټرو د ټکر لامل هم کیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

کورکلی