بادغیس: اته وسله وال طالبان د ماین په چاودنه کې وژل شوي

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وایې، اته وسله وال طالبان په دغه ولایت کې د هغه ماین په چاودنه کې وژل شوي، چې دوي ښخ کړي وو.

د بادغیس د سرپرست والي ویاند میرویس میرزک وال ازادي راډیو ته وویل، چې دا پيښه نن سهار په بالا مرغاب ولسوالۍ کې شوې ده.

د یوبل خبرله مخې دفاع وزارت وایې، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ۸۶ تنه وسله وال او ۲ د ملي اردو سرتیرې وژل شوي، ۷۳ وسله وال ټپیان او یوه اندازه وسله هم ترلاسه شوې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه جزیات نه دي خپاره شوي او وسله والو مخالفینو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اخوا د پروان د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان محمد معصوم فرزه یې ازادي راډيو ته وویل، چې تیره شپه پر نړېوالو ځواکونو د دغه ولسوالۍ په خنجرخیل سیمه کې ریموټ لرونکی ماین وچاودید خو په خبره یې تلفات نه لري.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسولیت منلی او ادعا کوي، چې بهرنیوځواکونوته یې مرګ ژوبله اړولې ده خو چارواکي دا خبره ردوي.