یوې تابلو د نړۍ په سطح د انځوریزو اثارو د پلورلو ریکارډ مات کړ

یوې تابلو د نړۍ په سطح د انځوریزو اثارو د پلورلو ریکارډ مات کړ.دغه تابلو چې فرانسوي هنرمند پابلو پیکاسو کښلې ده، د (دوشنبه) په ورځ په ۱۷۹میلیونه او ۴۰۰ زره امریکایې ډالره وپلورل شوه.

پابلو پیکاسوچې په اصل کې اسپانوی دی، خو د ژوند ډیره برخه یې په فرانسې کې تیره کړې، په ۱۹۵۵میلادي کال کې د (الجزایري ښځو) تابلو کښلې ده.

د دغې تابلو په کښلو کې د فرانسوي هنرمند ایوجین دولکروه له انځوره الهام اخستل شوی دی. دغه هنرمند په نولسمه میلادي پیړۍ کې ژوند کاوه.

د الجزایري ښځو تابلو د (دوشنبه) په ورځ (د روان میلادي کال د مې میاشتې په یوولسمه نیټه) په نیویارک کې د مزایدې پرمهال په ۱۷۹میلیونه او ۴۰۰ زره امریکایې ډالرو وپلورل شوه او په دې توګه یې د نړۍ په سطح د کښل شویو اثارو د بیې ریکارډ مات کړ.

تردې وړاندې په ۲۰۱۳کال کې د بریتانوي هنرمند فرانسس بیکن یوه تابلوپه ۱۴۲میلیونه او ۴۰۰ زره امریکایې ډالره پلورل شوې وه او دا په هغه وخت کې د یوه انځوریز اثر تر ټولو لوړه بیه وه.

د هغه ځای مسول چې دغه تابلو په کې وپلورل شوه خبریالانو ته اعلان وکړ، چې د الجزایرې ښځو تابلوپه نړۍ کې د یوه هنري اثر د بیعې ریکارډ مات کړ. جیسي پیلکا نن وویل:

((موږتل پوهیدو چې دغه تابلوبه نړېوال ریکارډ ماتوي. هغه ریکارډ چې په همدې ځای کې د فرانسس بیکن تابلوپه پلورلو سره ټینګ شوی وواوپه ۱۴۲میلیون او ۴۰۰ زره امریکایې ډالرو پلورل شوې وو.

د حیرانتیا وړنه ده چې د شلمې پیړۍ د نابغه هنرمند انځوریز اثرپه ۱۸۰ میلیونه ډالره وپلورل شي. دا یو حیرانوونکې اثر دی.))

د ډیزاین د تاریخ پروفیسورسارا لیچمن وایې، امپرسیونیستي اثاراو عصري انځورګرۍ له دې کبله د انځورګرۍ هنر مارکېټ تسخیرکړی چې ښکلي او د لاسرسي وړدي او د هغوی ریښتوني ارزښتونه ثابت شوي دي.