په بلخ کې معلول کسان وايي خپل حق نه ورکول کېږي

په بلخ ولایت کې معلول کسان د دولت له نه پاملرنې او همدارنګه د دوی په وړاندې د تصویب شویو قوانینو له نه رعایت او تطبیق څخه شکایت کوي.

ډېری دا کسان وايي، قانوني ملاتړ چې د معلولینو په وړاندې همغه نړېوال او ملي قوانین دي لري، خو تر دې دمه نه د عامو وګړو او نه هم د دولت لوري یادو قوانینو عملي جنبه خپله کړې.

معلولیت لرونکي کسان وايي، چې تر دمه ورته د کار کولو زمینه نه ده مساعده شوې، او په ملي خوځښتونو کې د ګډون په برخه کې لکه انتخابات له ستونزو سره مخ دي او همدې شان ته باید وویل شي، چې په حکومتي چوکاټ کې دوی ته د برخه اخیستو زمینه نه ده برابره شوې.

په بلخ ولایت کې د معلولیت لرونکو کسان له ډلې یو هم سید محمد یزدان پرست دی، هغه وايي، چې معلولینو ته ترټولو لویه ستونزه دا ده، چې واجد شرایط کسان په دولتي ادارو کې په دندو نه ګمارل کیږي او همدارنګه د معلولینو د باسواده کولو په برخه کې هم هېڅ ډول توجه نه ده شوې.

دی وايي، چې افغان د پارلماني ټاکنو په درشل کې دى او دولت مکلف دی چې د رایو پاڼې په برېل خط سره معلولینو ته هم برابرې کړي، که دا کار ونه شي دا ځل بیا دوی د خپل حق له کارونې محروم پاتېږي:

"هغه معلولین چې واجد شرایط دي او باید په دولتي ادارو کې په دندو وګمارل شي، متاسفانه د دولتي مسوولینو د بېباورۍ له امله ورته پاملرنه نه کېږي او په نږدې ولسوالیو کې ابتدایي تحصیلي امکانات نه دي ورته برابر شوي"

په دولتي ادارو کې د معلولینو د نه مشارکت مسله مې د بلخ ولایت کې د کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو د ریاست له مشرې ګلالۍ هوتک سره شریکه کړه.

ګلالۍ هوتک له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دولتي ادارو کې کارکوونکي د آزادې سیالۍ او اصلاحاتو له لارې استخدام کیږي، چې پر همدې اساس تر دمه دوی ته په دولتي ادارو کې د کار کولو کمه زمینه مساعده شوې ده:

"موږ په تېر کال کې له معلولینو څخه ۹۶ سي وي درلودې چې د قانون پر اساس مو ۲۴ کسانو ته د کار زمینه مساعده کړه، په دولتي ادارو کې کسان د آزادې سیالۍ له طریقه استخدامېږي او همدا سبب کېږي چې دوی ونه توانېږي خپل حقوق تر لاسه کړي"

هوتک وايي، چې ټول بلخ ولایت کې ۳۰۹۷ تنه له جنګ څخه متاثر معلولین شته، چې ډول د شهدا او معلولینو له مدیریت څخه میاشتنی معاش ترلاسه کوي او همدارنګه ۲۱۶ تنه طبیعي معلولین دي چې هغوى تر اوسه هم نه دي توانېدلي له دغو حقونو ګټه واخلي.

مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ