امنیتي ستونزو په افغانستان کې د سره صلیب چارې له خنډ سره مخ کړي

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې چارواکو اندیښنه ښودلې چې د افغانستان امنیتي ستونزو د دوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې وروستیو نا امنیو د سره صلیب نړیواله کمېټه اندیښمنه کړې او وايي چې عام خلک روغتیايي خدمتونو ته له لاس رسي پاتې راغلي دي.

په کابل کې د دغې کمېټې مشرې مونیکا زره نیلي د سره صلیب د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل چې د ملکیانو مرګژوبله، طبیعي پيښې او د روغتیايي خدمتونو نه رسیدل هغه ستونزې دي چې دوی یې اندیښمن کړي دي.

اغلې نیلي وویل چې د افغانستان امنیتي ستونزو د دوی کارکونکي هم په امان نه دي پريښي او دوی هم افغانانو ته د خدمت رسولو په لار کې زیاتې قربانۍ ورکړې دي:

"په یواځې څو میاشتو کې د سره صلیب کمیټې څو رضا کاران په کلیو او بانډو کې د بشري مرستو د رسولو پر مهال یا وژل شوي یا هم تښتول شوي دي. موږ تل په کلیوالي او خطرناکو سیمو کې د فعالیتونو پر وخت له ورته خطرونو سره مخ کیږو. داسې ښکاري چې دا کال له ستونزو ډک دی او د بشري مرستو رسوونکي د خپلو کارونو پر مهال له امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دي."

اغلې زره نیلي د سره صلیب په بې طرفۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هر حال کې دا کمېټه هڅه کوي چې خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې چارواکي په داسې حال کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه ښکاره کوي چې افغان امنیتي چارواکو له دې مخکې ډاډ ورکړی چې په هر حال کې به د افغانانو دفاع کوي.

د سره صلیب د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې چې د کابل په مرستون کې جوړه شوې وه؛ د دې کمیټې په مشرانو سربېره، د افغاني سرې میاشتې چارواکو او یو شمیر رضا کاره فعالانو برخه اخیستې وه.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې مشرې فاطمي ګیلاني په خپلو خبرو کې د دې ټولنې له فعالیتونو څخه د افغان ولسمشر له ملاتړ د پیغام یادونه وکړه او له هغو رضاکارو فعالانو یې ستاینه وکړه چې افغانانو ته خدمت کوي:

"کومې ښځې چې په مرستون کې ژوند کوي؛ د جګړو د قربانیانو پاتې شوي او هېر شوي کسان دي. ډېره مهمه ده او د همدې لپاره مو دا غونډه دلته جوړه کړې چې وګوري د دوی ستونزې څه دي او څه ډول مرسته ورسره کولای شو."

د سرې میاشتې ټولنه وايي چې د طبیعي او غیر طبیعي پيښو له قربانیانو سره د مرستې تر څنګ به د زړه د سوري لرونکو ناروغانو د درملنې لپاره یو میلیون ډالره مرسته وکړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په داسې حال کې د افغانستان له ناوړه امنیتي حالت اندیښمنه ده چې د دغه هېواد په څو سیمو کې د افغان پوځیانو او مخالفینو تر منځ جګړې روانې دي او ګڼ ملکیان ترې زیانمن شوي دي.