سورصلیب: په افغانستان کې ملکي تلفات زیات شوي

د سره صلیب نړیواله کمیټه(ICRC) وایي؛ د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ملکي تلفات د تېر کال د همدې مودې په مقایسه ۱۹ فیصده زیات شوي دي.

دغه کمیټه وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان بشري خدمتونو ته اړتیا ډيره شوې؛ خو په دغه هېواد کې د مرسته رسوونکو ارګانونو شمېر مخ په کمېدو دی.

د آزادي راډیو خبریال قسیم سوله مل په افغانستان کې د دغه کمیټې له ویاندې زرلښت سرمست سره مرکه کړې او لومړی یې ورڅخه په یاده موده کې ملکیانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه پوښتنه کړې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د ملکي تلفاتو په اړه په افغانستان کې د سور صلیب له ویاندې سره مرکه