فریډم هاوس: په ۲۰۱۴کې په نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي محدوده وه

فریډم هاوس نړېواله اداره وايي؛ د نویو قوانینو پلي کیدو او د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي په ۲۰۱۴ م کال کې په نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي محدوده او په تیره یوه لسیزه کې ترتولو ټیتې سطحې ته راوستې ده.

د فریډم هاوس د تازه راپورله مخې چې نن خپور شو د نړۍ په ۱۸ هېوادونو او سیمو کې په ځانکړي ډول په ازربایجان،عراق او سربیا کې د بیان او مطبوعاتو ازادي تر ټولو زیاته محدوده وه.

په دې راپورکې پر روسيي انتقاد شوی چې زیاتره مطبوعات او رسنۍ يې د دولت په واک کې دي او په تهاجمي بڼې سره پروپاګند کوي.