د افغانستان ۷۵ فیصده نفوس د ملاریا له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت وايي چې د هېواد ۷۵ فیصد نفوس د ملاریا له جدي او منځني خطر سره مخ دي.

د دغه وزارت مرستیال احمد جان نعیم نن په کابل کې د ملاریا په وړاندې د مبارزې د نړیوالي ورځې په مراسمو کې وویل چې د ملاریا ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې روانې دي.

د افغانستان د عامې روغیتا د وزارت د معلوماتو له مخې د ملاریا په ناروغي تر ډیره حده په ختیځو ولایتونو کونړ؛ ننګرهار او لغمان کې خلک اخته دي.

ملاریا د یوې ځانګړې غوماشې تر چیچلو وروسته خلکو ته پیدا کیږي؛ خو د درملنې وړ ناروغي ده.