نتنياهو د روسيې له ولسمشر ولاديمیر پوټين سره تیليفوني خبرې کړي

د اسراييل صدراعظم بنيامن نتنياهو د روسيې له ولسمشر ولاديمیر پوټين سره تیليفوني خبرې کړي دي چې د دې هېواد له خوا ايران ته د S-300 توغنديو ورکولو د پريکړې په اړه خپل اعتراض څرګند کړي.

د نتنياهو دفترپه يوه اعلاميه کې راغلي چې ده پوټين ته پرون ويلي چې د روسيې له خوا تهران ته د توغنديو پلورلو د بنديزايسته کول به يوازې په سيمه کې د ايران تېری زيات کړي او په منځني ختيځ کې به امنيت ګډوډ کړي.

کریميلن په خپله اعلاميه کې ليکلي چې ولسمشرپوټين ښاغلي نتنياهو ته ويلي چې S-300 سيستم په بشپړه توګه دفاعي اهداف لري او د اسراييل امنيت ته هيڅ ډول ګواښ نه دی.

اسراييل وايي، د روسيې پرېکړه د اپرېل د دوهمې د موقتي موافقې نتيجه ده چې د ایران د اټمي پروګرام د محدودولو په مقصد د ايران او نړۍ د شپږو سترو قدرتونو ترمنځ وشوه.

د جرمني صدراعظمې انګېلاميرکل د S- 300 سيستم په هکله د روسيې د پرېکړې په اړه ويلي چې هېوادونه بايد د ايران پرضد د بنديزونو ايسته کول، له یو بل سره هماهنګ کړي.