پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه !

ای ښکاري اشنا! در ته سلام کوم
پرېږده چې دا سپینې مرغۍ والوزي
لاړې شي جوړې جوړې ګلونه شي
ښکلي شي ښایسته شي امېلونه شي
واخلي په وزرونوکې تنکي بچي
ومو ښي سینو کې ګلالي بچي
سپینې سرې مښوکې زرکني بچي
پام کوه !
پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه !
که څه هم له پخوا راهیسې په ټوله نړۍ کې ښکار دودیز ارزښت لاره او تر ډېره به په دودیزه بڼه دا چاره پالل کېدله خو د نړۍ له پرمختګ سره ښکار هم خپل دودیز چارچوب مات او عصریت ته راووت، دا چې څه ډول عصریت ته راوتلی پر دې نه غږیږو او غواړو چې په افغانستان کې د پسرلي موسم ښکار کېدونکي مارغان در په ګوته او هغه غېرې قانوني او بې بندوباره ښکار پر زیانونو وغږیږو کوم چې د یو شمېر مارغانو د نسل د ختمېدا سبب کېدای شي.
شپیته کلن ښکاري مصلح الدین چې په کوچي مشهور دی وايي چې د پسرلي په موسم کې که څه هم له ګاونډیو ګرمو هېوادونو نه مهاجر مارغان راځي خو په هېواد کې د خپلو مېشتو مارغانو ښکار هم زیاتیږي.
ستا یارانه د چتو ښکار دی
څوک چې د چتو ښکار کوي تش به راځينه
ښاغلی کوچی وايي چې د چتو ښکار یې خوښ دی، که څه هم وخت ناوخت له ښکاره کور ته تش راغلی خو بیا هم له دغه ښکار سره مینه لري.
ښاغلی سبحان وايي چې معمولاً د پسرلي په موسم کې زاڼي،خراړې،مړزان او یو شمېر نور کم یافته مارغان ښکار کیږي، چې د ښکار مینوال د دغه ښکار لپاره له بیلابیلو وسایلو کار اخلي.
د ښکاري تور ټوپکه مات شې
اوس سپینې زاڼې بر ګودر ته نه راځینه
د لغمان ولایت اوسیدونکی محمد رفیق تره خیل بیا وايي چې اوس هغه پخواني مارغان نشته، د ځینو یې نسلونه له منځه تللي چې لامل یې د ښکاریانو بې بندوباره ښکار او ناامني ده.

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شیبو کې