ایران ښځو ته د نارینه وو د سپورټي سیالیو د لیدو لپاره لوبغالو ته د ورتګ اجازه ورکړه

د ایران حکومت وايي چې پر ښځو یې د نارینه وو د ځیني سپورټي مسابقو د لیدو لپاره لوبغالو ته د ورتګ بندیز لرې کړی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون (شنبه) د دې هیواد د سپورټ د وزیر عبدالحمید احمدي په حواله وویل چې د امنیت دولتي شورا د دوی دا وړاندیز منلی چې ښځې او کورنۍ د نارینه وو د ځيني سپورټي سیالیو د سیل لپاره لوبغالو ته د ورتګ اجازه ولري.

احمدي زیاته کړې چې ښځې به د ټولو سپورټي مسابقو د لیدو اجازه نه لري؛ خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر "سیپ بلاټر" تیره میاشت پر ایران ږغ وکړ چې د فوټبال د سیالیو پرمهال؛ لوبغالو ته د ښځو پر ورتګ بندیز د زغم وړ نه دی او باید لري شي.

په ایران کې د 1979 میلادي کال تر اسلامي انقلاب وروسته؛ پر ښځو بندیز ولګید او د سپورټي سیالیو د لیدو لپاره لوبغالو ته له ورتګه منع شوې.