په جلال اباد کې د سلګونو شاعرانو له لوري د نارنج ګل مشاعره وشوه

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې، تیره ورځ د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د سلګونو شاعرانو له لوري د نارنج ګل مشاعره وشوه.

په دې مشاعرې کې چې د ننګرهارد اطلاعات او فرهنګ ریاست په مرسته جوړه شوې وه شاعرانو شعرونه ولوستل.

افغان سکانو بیا دا دودیزه مشاعره د ډول او سرني په غږولو سره ولمانځله.

ترپنځوس کلونو ډیروخت وشو چې په جلال اباد کې د نارنج ګل مشاعرې کېږي.