شمال زون کې پر ۳۱۰۰ جریبه ځمکه معیاري باغ جوړېږي

د باغدارۍ ملي پروژه ۳۱۰۰ جریبه معیاري باغونه په بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنګان کې جوړوي.

د دې پروژې مشر احمد فهیم جباري وايي، چې د ۱۱۶ ملیونو دالرو په ارزښت د دې پروژې مصرف د نړيوال بانګ په مرسته د افغانستان دولت له پانګې ورکول کیږي.

ښاغلی فهیم وايي، چې له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا یې تر دمه ۵۵ زره معیاري او نوي باغونه جوړ کړي او په پام کې لري چې د روان کال په ترڅ کې هم په سمنګان ولایت کې ۱۲۹۰ جریبه، په بلخ کې ۹۰۰ او همدارنګه په سرپل ولایت کې ۶۰۰ جریبه نوي معیاري باغونه جوړ کړي.

د ښاغلي جباري په خبره چې د نویو احداث شویو باغونو لپاره ورته ۱۱۶ میلونه ډالره پانګه ځانکړې شوې ده او د افغان د دولت لخوا به ورکول کیږي او نړيوال بانګ به د یادو پیسو پر لګښت څار کوي.

فهیم همدارنګه وویل، چې دوی په شمال کې ۳۱۰۰ جریبه د انګور، مڼو او د آلو باغونه احداث کوي.

له بخوا په بلخ ولایت کې ځینې کروندګر او باغ لرونکي هم د یادې پروژه څخه په ملاتړ وايي،چې د زراعت د بهبود په برخه د یادې پروژې تطبیق کولی شي چې ډېر سهولتونه او امکانات رامنځته کړي.

بايد ياده شي، چې د ملي باغدارۍ پروژه په شمال زون کې یوازې د باغونو د احداث په برخه کې فعالیت نه کوي، بلکې ۸۱۰۰ کورنیو ته یې د میوو د خرڅلاو بازار هم برابر کړی دی.

مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ