"د فرخندې قاتلین باید و نه بخښل شي"

Your browser doesn’t support HTML5

د ملي پیوستون ګوند سلګونوغړو نن د یوې مظاهرې په ترڅ کې په کابل کې د فرخندي وژل وغندل او په دغه قضیه کې یې د ښکیلوکسانو د محاکمې غوښتنه وکړه. مظاهره کوونکو په وحشیانه ډول د فرخندي وژل د ملي وحدت حکومت پر لمن یو تور داغ وباله او حکومت یې په دې برخه په بې تفاوتي تورن کړ. فرخنده د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خلکو یوې ډلې په دې تورچې قرانکریم یې سوځولی دی، په وهلو ډبولو ووژله او بیا یې د دې جسد ته اور ورته کړ. د کورنیوچارو وزیرنورالحق علومي وايي، څیړنې یې ښيي، چې فرخنده بې ګناه وه.