نتنیاهو: له ټولو مخالفتونو سره ! لیکود ته بری غواړو

رپوټونه وايي چې د صدراعظم بنیامین نتانیاهوپه مشرۍ لیکو د ګوند، په بې ساري ډول د اسراییل په پارلماني ټاکنوکې زیاتې رایې ګټلې دي.

په اسراییل کې د پارلماني ټاکنو نږدې ټولې رایې ګڼل شوي او څرګندیږي چې د نتانیاهو ښي اړخي لیکود ګوند د پارلمان له ۱۲۰ چوکیو لږ تر لږه دیرش ګټلي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون خپلو پلویانوته په تل ابیب کې خبرې وکړې او هغوي ته یې، مخکې له مخکې، د لیکود ګوند د بري مبارکي وویله .

نتانیاهو ترټاکنو مخکې له خپلو پلویانو سره ژمنه وکړه چې د فلسطیني دولت جوړیدو ته به اجازه ورنه کړي.

د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې په مذاکروکې د فلسطینیانو استازي صائب عریقات پرون په دې اړه وویل:

″ماته داسې معلومیږي چې ښاغلی نتنیاهو به د اسراییل د نوي حکومت مشري کوي او موږ ټولو یې خبرې واوریدې.

هغه وویل چې که په اسرائیل کې صدراعظم شو د فلسطیني حکومت تشکیل ته به اجازه ورنه کړي او د یهودانو د میشت ځایونو جوړول به جاري وساتي.

زما په باور، دا یې انتخاباتي کمپاین نه وو، بلکه صادقانه یې، خپل حقیقت څرګند کړ .

نتانیاهو په خپل سیاسي ژوند کې له دې پرته چې د دوو دولتونو د جوړیدو طرحه ناکامه کړي، بل هیڅ هم نه دي کړي.″

بنیامین نتانیاهو پینځه شپیته کلن دی او څلورم وار د اسراییل د صدارت لپاره انتخابات ګټي.

په اسراییل کې د اپوزیسون مشر اسحاق هرزوګ ویلي چې له صدراعظم نتانیاهو سره یې خبرې کړي او په ټاکنوکې د دې ستر بري له امله یې مبارکي ورکړې ده.

د هرزوګ په مشرۍ چپي ګوند [صهیونیست اتحاد] د اسراییل د پارلمان یوازې څلرویشت چوکۍ خپلې کړې دي.

نتانیاهو کولای شي چې په اسانۍ له مذهبي او ښي اړخو ګوندونو سره ائتلافي حکومت جوړکړي او وایي چې د ښي اړخو ګوندونو مشران یې له ځان سره د یوه پياوړي او با ثباته حکومت جوړولو ته هڅولي دي.

د اسراییل صدراعظم د انتخاباتو لپاره په کمپاین کې، ترډيره حده پرامنیتي مسایلو خبرې کولې او د ایران او غربيانو ترمنځ د اټمي موافقې پرضد یې خبرداری ورکړی وو.

په اسراییل کې د اپوزیسون مشراسحاق هرزوګ پرهغه تورلګولی چې د انتخاباتي مبارزو پرمهال یې داسې مسایل راپورته کول چې رایې ورکونکي یې ویرول او پر ډيرو مهمو کورنیو مسالو یې سترګې پټولې لکه په اسراییل کې د نرخونو لوړوالی، د خلکو د اقتصادی امکاناتو محدودیت او د کارونو نشتوالی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي ویلي چې متحدایالات له هرحرکته چې د ټولنې یوه ځانګړې برخه منزوي کولای شي، اندیښنه لري.

د نتانیاهو یو شمېرمنتقدان پرهغه د تبعیض تورلګوي.

د بارک اوباما ادارې له نتانیاهو سره ترهغې وینا وروسته چې د جمهوري غوښتونکو په بلنه یې د امریکا په کانګرس کې یې وکړه او له ایران سره د اټمي موافقې مخالفت يې په کې وکړ، چندان ښه روابط نه درلودل.