په هېواد کې د نوروز تاریخ او دودونه

لکه چې بیا د نوروز ورځ شوه
جنکو راوړل په اوربل کې ژیړ گلونه
د هجري لمریزکال د پیل ورځ هغه مهال پیلیږي چې په طبیعت کې د زېږد او ودې حرکت پیل شي.

د دې کلیز لومړى موسم د پسرلي په نوم یادیږي او پسرلی هغه وخت راځي،کله یې چې له مخې د طبعیت په بیلابیلو برخو او توکو کې د مستۍ او بدلون نښې راڅرګندې شي، د دغو نښو د راڅرګندا لومړنۍ ورځې ته نوروز وايي.

دا وخت پیغلې هم غلې نه کیني ، خپل ذاتي جذبات او احساسات کله په سروکو کې د زړه له تله راباسي او کله یې پر شوڼډو داسې لنډۍ زمزمه کوي:

جانانه راشه پسرلی شو
زه د شړشم ګلان په تور اوربل کې ږدمه

نوروز د هغې ورځې نوم دی، کومه چې زرګونه کاله پخوا په میلو سره نمانځل کېده، نوروز د هغې ورځ نوم دی چې په نوم شویو پیغلو ته خسرګنۍ تحفې وړي، نوروز د هغې ورځې نوم دی چې شاعران یې په خپلو شعرونو کې یادوي او که لنډه ووایم نو نوروز د هغې ورځې نوم دی چې د کایناتو هره برخه له خوښۍ مستیانې کوي.

لیکوال او ژورنالېست سهار ګل امیرزی وايي چې که څه هم د نوروز نمانځل زرګونه کاله لرغونتوب لري، خو په هېواد کې یې نمانځل هم لرغونې ریښه لري.

د ښاغلي امیرزي په خبره چې یادو شاهانو په سره په ګډه نڅاوې کولې او ډېری وخت به یاد جشن څو ورځو ته وغزید.

سهارګل امیرزی وايي چې د نوروز میلې او د دغې ورځې تاریخي ارزښت که څه هم په ولسي ادبیاتو کې ډېر روښانه دی، خو خپل تاثیرات یې پر تحریري ادبیاتو هم نه دي سپمولي،په ګڼو غزلونو او سندرو کې یې هم یادونه شوې او تر ټولو ستر تاثیر یې د ځانګړو دودیزو مشاعرو موجودیت دی.

د خوست ولایت یو اوسیدونکی اسدالله فروتن هم د نوروز د ورځې د نمانځنې یادونه کوي او وایي چې د دوی په ولایت کې هم ګڼ شمېر خلک نوروز نمانځي.

خاونده بیا دې پسرلی کړ
د وچه ډاګه د لونګو بوی راځینه

د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی نصرت الله بیا وايي د دوي په سیمه کې هم د پسرلي لومړۍ ورځ چې نوروز یې بولي نمانځل کیږي.

د کابل پوهنتون محصله حلیمه چې اصلاٌ د لغمان ولایت اوسیدونکې ده، وايي چې پخوا د دوي په کور کې نوروز نه نمانځل کېده خو اوس يې نمانځي، نوموړې په نوروز کې د سبزه لغت،هفت مېوې او یو شمېر نورو ځانګړو خوړو او دودونو یادونه کوي.

که څه هم په هېواد کې وروستیو ناامنیو په لریو پرتو سیمو کې د نوروز پر میلو او جشنونو بد سیوری غوړولی، خو هیله مند یو چې یو ځل بیا امن راشي، بیا به هماغه پسرلي، بیا به هماغه میلې وي، اتڼونه به وي او ژوند نیلی به مو همداسې په مزه مزه روان وي.

جوړوونکی : محبوب شاه محبوب

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شیبو کې