نامعلومو وسله والو په پاکستان کېد شکيل اپريدي مدافع وکيل په ډزو وژلى

نامعلومو وسله والو په پاکستان کې د هغه ډاکټر پخوانی وکیل په ډزو وواژه چې د امریکا له سي ای اې سره یې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې وه.

د شاکرخان په نوم د پولیسو یوه لوړ رتبه افسر وویل، سمیع الله خان افریدي د سې شنبې د ورځې ناوخته په پیښور کې ووژل شو.

د جندالله سخت دریځې ډلې د دغه مدافع وکیل د وژلو مسولیت په غاړه اخیستی او ویلې یې دي چې هغه یې په دی خاطر وژلی چې له دغه ډاکټره یې دفاع کړې وه.

افریدي له ډاکټر شکیل افریدي څخه چې د ۲۰۱۲ کال په می میاشت کې د دولت ضد دسیسې په تور په ۳۳ کالو بند محکوم شوی و، په محکمه کې دفاع کړې وه.

شکیل افریدي ته دغه سزا وروسته له هغې ورکړل شوه چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت یوې محکمې نوموړی له یوې سخت دریځې ډلې سره د اړیکو په لرلو محکوم کړی و.

یوکال وروسته دغې محکمې د هغه سزا لسو کالو ته راټیټه کړه.

د هغه مدافع وکیل د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې وروسته له هغې له پاکستانه وتلو ته اړ شوی و چې د سخت دریځو له خوا ورته د مرګ ګواښونه شوي و. نوموړی په دې وروستیو کې بیرته پاکستان ته تللی و.