فیروز: د بې کیفیته درملو له منځه وړل مو د پروګرامونو په سر کې دي

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

په داسې حال کې چې افغانستان دا مهال د اړتیا وړ دارو درمل له نورو هیوادونو را واردوي؛ خو انتقادونه دا دي چې دا درمل تر ډیره بې کیفیته او حتی په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل کیږي.

د عامې روغتیا وزیر هم دا موضوع تاییدوي؛ خو وایي، هڅې یې پیل کړي څو پر درملتونونو څارنه زیاته او بې کیفیته درمل راټول او له منځه یوسي.

فیروز الدین فیروز د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ۵۷ ټنه بې کیفیته او غیرقانوني درملو د له منځه وړلو پر مهال وویل؛ هڅه یې دا ده، چې ټول افغانان معیاري درملو ته لاس رسی پيدا کړي.

"عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، څو افغانان با کیفیته درملو ته لاس رسی ولري؛ تراوسه هم په مارکیټونو کې بې کیفیته او تاریخ تیره دوا موجوده ده؛ د هغو سرحدونو کنټرولول ډیر ستونزمن دي چې له لارې یې قاچاقي او بې کیفیته درمل افغانستان ته راځي؛ خو یوازنۍ لاره دا ده چې عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور او اړوندو ارګانونو په مرسته خپله څارنه جدي او بې کیفیته درمل پیدا او له منځه یوسي."

عامې روغتیا وزارت په همدې ورځ ۵۷ ټنه بې کیفیته او غیرقانوني درمل په کابل کې له منځه یوړل او د مسوولینو په خبره دا درمل یې د څلویښتو ورځو په ترڅ د کابل له درملتونونو او ګمرکونو څخه راټول کړي وو.

د عامې روغتیا د وزیر په خبره هیواد ته بې کیفیته درمل تر ډيره له پاکستان؛ ایران او هند څخه واردیږي.

فیروز الدین فیروز وویل، دا مهال د هیواد دننه د درملو د تولید کچه کمه ده، خو هڅه کوي، چې دا تولیدات ډیر کړي.

حکومت له دې وړاندې هم د بې کیفیته درملو د له منځه وړلو لپاره ورته ژمنې کړي؛ خو عام خلک یې لا له شره نه دي خلاص.

د کابل دوو تنو اوسیدونکو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"۱- بې کیفیته دوا په افغانستان کې د حکومت د نه څارنې نتیجه ده؛ که حکومت سمه څارنه وکړي، نو بې کیفیته دوا به افغانستان ته نه واردیږي؛ د دو بدې اغیزي دا دي چې د خلکو صحت نا تامینیږي او خلکو ته اقتصادي ضربه رسیږي؛ ځکه مصرف یې کیږي خو نه روغیږي.

۲- بې کیفیته دوا ريښتیا هم زیاته شوې ده؛ پل خشتي جومات سره هم خرڅیږي، د دې مخنیوی باید وشي، ځکه فایده خو نه کوي، خو نقص کوي."

له درملو سربیره د یوشمیر نورو بې کیفیته موادو واردیدل هم د اندیښنې وړ یوه موضوع ده؛ خو حکومت یې تراوسه په مخنیوي کې پاته راغلی.

که څه هم په دې برخه کې تل د انتقاد ګوته حکومت ته نیول کیږي؛ خو عام افغانان وایي، سوداګر باید په افغانانو زړه سوی وکړي او د بې کیفیته موادو له واردیدو لاس واخلي.