حافط واحدي په هلمند کې د اسلامي دولت ډلې نوی مشر ووژل شو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په هلمند کې د اسلامي دولت ډلې یاد داعش د وژل شوي پخواني مشر ملا عبدالروف خادم ځای ناستی حافظ واحدي وژل شوي دي.

د دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې حافظ واحدي د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له نهو ملګرو سره د ملي اردو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

د تېرې دلوې میاشتې په شلمه نیټه ملي امنیت په هلمند کې د ملا عبدالروف خادم چې د اسلامي دولت یا داعش ډلي مسوول و؛ د وژل کېدو خبر ورکړ او د چارواکو په خبره له هغه وروسته حافظ واحدي دا مسوولیت واخیست.

تر اوسه اسلامي دولت ډلې یا بلې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.