کابل ښاریان د عمومي او فرعي سړکونو د بندېدو له امله شکایت کوي

که څه هم ولسمشر اشرف غني له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې د تګ را تګ پر مهال دې سړکونه د ترافیکو پر مخ نه تړي؛ خو کابل ښاریان بیا وایي، حکومت باید ددې ترڅنګ د سړکونو له سره ایښودل شوي موانع هم لرې کړي.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وایي چې ډېر ځله د دغو لارو د بندیدو له امله د دوی کارونه ځنډیدلي او په اسانه خپل منزل ته نه شي رسیدای.

دوی وایي، که حکومت د سړکونو له سره ایښودل شوي موانع هم لري او بند سړکونه خلاص کړي؛ د کابل د ترافیکو ګڼه ګوڼه به تر ډیره حده کمه شي:

"۱- زما نوم عبدالمتین دی. په کابل ښار کې یو تن ټکسي چلوونکی. په کابل ښار کې د لارې له بندیدو موږ ډير ستړي کړي یو؛ هر چیرته چې سورلۍ ویسو؛ نو د دې پرځای چې ګټه وکړو تاوان کوو؛ ځکه چې لارې په ساعتونو ساعتونو بندې دي؛ ټولې لارې د دولتي لوړ پوړو چارواکو او ادارو له خوا بندې شوي دي؛ د ولسمشر له وروستۍ فرمان څخه هم هرکلی کوو؛ خو باید دا بندې لارې هم خلاصې شي.

۲- زما نوم داود دی. که چیرې لارې خلاصي شي، نو ستونزې به مو حل شي او موږ د ولسمشر له فرمان څخه هم خوشاله یو."

د ترافیکو د مسولینو په وینا دا مهال په مرکز کابل کې د بیلابیلو ادارو او لوړپوړو دولتي چارواکو له خوا له ۹۶ څخه ډيرې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د یوه فرمان په خپرولو سره ویلي چې دولتي لوړپوړي چارواکي بايد په ښار کې د ترافيکي ګڼه ګوڼي او لار د بندولو لامل نه شي.

جمهور رييس اشرف غني همدارنګه په دې حکم کې ویلي چې له استثنايي مواردو پرته؛ نور بايد د دولتي چارواکو د امنيت لپاره خط السير ونه نيول شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپل جمهوري ریاست پر مهال په دې برخه کې ګڼ فرمانونه ورکړي وو؛ خو اوس خلک دا انتقاد کوي چې ښاغلي کرزي هم د خپل کور مخې ته په ورته یو اقدام لاس پورې کړی دی.

په عین حال کې د کابل د ترافیکو مدیر اسدالله د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې د اکثره لارو بندیدل دوی له ستونزې سره مخ کړي دي او د بېرته خلاصلولو لپاره یې هڅې روانې دي:

"دولتي ادارو او موږ په دې اړه هڅې پیل کړې او کار روان دی چې انشاءالله دا لارې او سړکونه به ژر ترژره خلاصې شي."

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي اندیښنو له امله د یو شمېر دولتي ادارو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو له کورونو سره سیمیټي دیوالونه او چکونه اېښودل شوي دي.

خلک بیا وایي، دا سړکونه تر ډیره د بهرنیو له خوا بند شوي او هغوی په دې اړه د حکومت خبرداریو ته پام نه کوي.