مدقق: د تېروکلونو په پرته د کابل هوا یو څه پاکه شوې

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، د تېروکلونو په پرتله د کابل د هوا په پاکوالي کې د پام وړمثبت بدلون راغلی دی.

د دې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، هڅې روانې دي چې د کابل هوا نارمال حالت ته راوګرځوي.

که څه هم د کابل ښارککړه هوا د پایتخت میشتو ژوند ته لوی ګواښ دی، خو د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي د تېروکلونو په پرته د کابل هوا یو څه پاکه شوې ده.

د دې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق دا څرګندونې د پنجشبنې په ورځ د کابل په کول حشمت خان سیمه کې د نیالګیو کېښنولو د کمپاین پرمهال وکړې.

ښاغلي مدقق وویل چې په دې برخه کې لازیاتې هڅې په همکاریو او ګډ کار پورې تړلې دي:

″که چېرې د کابل د وروستیو درېیو کلونو هوا له تېرو شپږو کلونو سره پرتله کړو، د هوا کیفیت نیمايي ښه شوی مطلب پنځوس فیصده ښه والی راغلی، که چېرې د حکومتي اړوندو ادارو او خلکو ترمنځ همکاري همداسې مخ ته ولاړه شي، زه مطمین یم چې په راتلونکو درې څلورو کلونو کې به دا فیصده نور هم ښه والي خواته ولاړه شي.″

ښاغلی مدقق زیاتوي څوکاله وړاندې په یومترمکعب هوا کې د جامدو ذراتو کچه ۱۶۰۰ پارت پارمیلیم وه، خواوس دغه کچه د اووسوه او درې سوه په منځ کې ده.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکي د کابل د هوا د نسبي ښه کېدو لاملونه د چاپیریال په اړه د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی، په ښارکې د سړکونو پخول او په هېواد کې د سوند د بې کیفته مواد کنترول او مخنیوی ګڼي.

د دې ادارې مرستیال زیاته کړه چې د کابل ښار او د ټول هېواد د چاپیریال د پاک ساتلو لپاره یې ملي طرحه جوړې کړې او هڅه کیږي چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ پلې شي.

بل خوا کابل ښاریان د چاپیریال ساتنې کارونوته د شک په سترګه ګوري او وايي، څه ډول چې لازمه وه یادې ادارې او نورو اړوند څانګو د کابل ښار د چاپیریال په پاک والي کې مرسته نه ده کړې.

دوی وايي چې د ککړې هوا له امله يې هره ورځ په روغتون او ډاکټر سره ده.

په ورته وخت کې په اصلاحاتو او ښې حکومت والۍ کې د ولسشمرځانګړی استازی له ټولو افغانانو غواړي چې په پسرلي کې ونې او نیالګي کینوي او ساتنه دې وکړي.

ښاغلي احمد ضیامسعود په کول حشمت خان سیمه کې د ۱۳۹۴ کال د نیالګیو کېنولو د کمپیان د پیل پرمهال وویل، د یوه نیالګي په کینولو سره خپل چاپیرل پاک اوښایسته کړی:

″زه له ټولو هېوادو غواړم چې د یوه نیال او یوه بوټي ګل په کېنولو سره خپل چاپیریال پاک او ښایسته کړی.″

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې رییس مصطفی ظاهر ویلي چې هرکال په ټول هېواد کې له درې زرو څخه زیات کسان د ککړې هوا له امله په اخته ناروغیو مړه کېږي.

مصطفی ظاهر په موټروکې د بې کېفیته تیلو استعمال، د سړکونو خرابوالی، د نفوس ډیروالی، د خښتو د بټیو موجودیت، فابریکې او په حمامونو او هوټلونو کې د لرګیو او نورو بې کېفیته مواد سوځول د هوا د ککړیدو مهم عوامل بللي دي.

د څیړونکو په باور، که چېرې د چاپیریال ساتنه په برخه کې ښکېلې ادارې خپلې دندې په سمه توګه ترسره نه کړي، په کابل کې به د هوا ککړتیا په یوې نه هواریدونکې لوی ستونزې بدله شي.

راپور: رحمت الله افغان