فیروز: افغانستان د موراو ماشوم د مړینې له امله د سیمي په سطحه په لومړي قطارکې ځای لري

د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي چې افغانستان د سیمې د هېوادونو په کچه د میندو د مړینې په برخه کې په لومړي کتارکې دی.

د دې وزارت وزیرد ښځو د نړېوالې ورځ په مناسبت په جوړ شویو مراسمو کې د چهارشنبې د مېندو مړینه یوه عمده ستونزه وبلله او زیاته کړه چې باید په دې برخه کې هڅې وشي.

په افغانستان کې، له وخته مخکې ودونه، ناوړه دودنه او له روغتیايي مرکزونو څخه فاصله په هېواد کې د میندو د مړینې سببونه په ګوته شوي.

د عامې روغتیا وزیر فیرزو الدین فیروز د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسب په جوړ شویو مراسمو کې وویل چې په هېواد کې د میندو د مړینې د کچې لوړوالي د دوي لپاره د اندیښنې وړ موضوع ده.

ښاغلي فیروز زیاته کړه چې د ښځو او میندو روغتیا ته پاملرنه د دوي د کاري برنامو په سرکې ځای لري او له همدې امله یې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې شاوخوا درې زرو قابلو ته د زده کړو زمینه برابره کړې:

″لکه څنګه چې د ۲۰۱۲ میلادي کال د خطرونو او زیانونو ملي ارزیابي ښیي چې د ماهرانو په مرسته ولادتونه له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ میلادي کال پورې له ۲۴ فیصدو نه ۴۰ فیصده زیات شوي دي په ۲۰۱۴ کال کې کوم راپورونه چې د روغتیا نړېوال سازمان خپاره کړي، اوس هم افغانستان د نورې نړۍ په کچه د میندو د مړینې له کبله په ۲۷ کتار کې او د سیمې په کچه د میندو د مړینې له کبله په لومړي سر کې ځای لري.″

نوموړي زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د حج او اوقافو ادارې، د ښځو چارو وزارت او د علوم اکاډمۍ په همکاري توانیدلي څو د ښځو د روغتیایي وضعیت د ښه والي په مقصد په ولایتونو کې د عامې پوهاوي پروګرامونه تطبیق کړي.

په عین حال کې په افغانستان کې د ماشومانو سره د ملګروملتونو د مرستې صندق په دغه هېواد کې د میندو د مړینې له امله اندیښنه لري.

د دې ادارې د رسنیو مسوول عزیز فروتن د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې دوي د عامې روغتیا وزارت په مرسته توانیدلي څو په هېواد کې د میندو د مړینې سطحه را ټیټه کړي:

″په افغانستان کې د ښځو د مړینې اصلي لاملونه، له وخته مخکې د نجونو ودونه، په ځینو مواردو کې له روغتیايي کلینکونو څخه د کورونو واټن او په ځینو مواردو کې نارینه ښځو ته اجازه نه ورکوي څو روغتیايي مرکزونو ته لاړشي خو له هڅو سره سره بیاهم په هېواد کې د ښځو د مړینې کچه لوړه ده.″

ښاغلي فروتن زیاته کړه چې د میندو د مړینې کچه تر ډیره حده په جنوبي او شمالي ولایتونو کې شتون لري.

دا په داسې حال کې چې د میندو مړینه اوس هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ګنل کیږي.

کارپوهان په دې باور دي، که څه هم په تیرو کلونو کې د روغتیا له سکتور سره په میلیونونه ډالر مرسته شوي خو لاهم په هېواد کې د صحې خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هڅې نه دي شوي.

راپور:مرضیه احمدزۍ