په لغمان کې له لسګونو زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وشوې

په لغمان ولایت کې په لسګونو سیلاب ځپلو کورنیو باندې مرستې وویشل شوې.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته وویل چې د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو په لړکې نن د IOM مرستندویه ادارې له لوري د غیر غذايي توکو برابره شوې مرستې د ولایتي چارواکو په موجوديت کې د اضطرار کمیټې له خوا د مرکز اړوند په ۶۷ سیلاب ځپلو کورنیو وویشل شوې.

ځواک وايي، په دغو مرستو کې د پخلنځي او د کور اړوند ځیني مهم توکي او کمبلې شاملې دي.

د ويلو ده چې د وروستیو طبیعي پيښو ځپل شویو کورنيو سره د مرستې په لړکې تردې مهاله پر شپږسوه اولس کورنیو مرستې ویشل شوي دي چې دغه مرستې په لغمان کې د بیلابیلو مرستندویه ادارو له خوا برابرې شوې وې.