فیروز: افغانستان د موراو ماشوم د مړینې له امله د سیمي په سطحه په لومړي قطارکې ځای لري

د عامې روغتیا وزارت وايي چې افغانستان اوس هم د مور او ماشوم د مړینې له امله د سیمه ییزو هېوادونو په قطارکې لومړی ځای لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرفیروزالدین فیروز نن په کابل کې د ښځو د نړېوالې ورځې د لمانځ غونډې پرمهال وویل چې د نړېوالو روغتیايي سازمانونو د راپورونو له مخې افغانستان د مور او ماشوم د مړینې له امله د نړۍ په سطحه په ۲۷ او د سیمي په سطحه په لومړي قطار کې ځای لري:

″د هغو راپورونو له مخې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د نړېوال روغتیايي سازمان له خوا خپاره شوي دي، اوس هم افغانستان د میندو په مړینه کې د نړۍ په کچه په ۲۷ او د سیمې په کچه په لومړي ځای کې قرار لري.″

ښاغلي فیروز زیاته کړه چې د مور او ماشوم د مړینې د کچې راټیټول د دې وزارت د کارونو په سر کې دي او دوی هڅه کوي ترڅو د هېواد لیرو پرتو سیمو ته روغتیايي امکانات ورسوي.