هغه الوتکه چې د لمر د انرژۍ په واسطه الوتنه کوي، خپله ۱۲ ساعته الوتنه په بري سره پوره کړه

هغه الوتکه چې د لمر د انرژۍ په واسطه الوتنه کوي، پرون یي خپله د ۱۲ ساعتو الوتنه په بري سره پوره کړه.

دا الوتکه چې سولار امپلس ۲ Solar Impulse 2)) نومیږي، د دوبۍ نړېوال هوایي ډګره پورته شوې وه او له الوتنې وروسته د عمان په مرکز مسقط کې ښکته شوه.

په راتلونکو پنځو میاشتو کې به دا الوتکه د ځمکې له یوې وچې نه بلې ته په اسانۍ سره الوتنې وکړي.

د نړۍ له یوې برخې نه بلې ته د الوتنې پرمهال لکه د ارام سمندرله پاسه به د لمرد انرژۍ د دې الوتکې الوتنې پر له پسې پنځه یا شپږ ورځې دوام وکړې.

د دې الوتکې وزرونه د جمبو جیټ سترې مسافر وړونکې الوتکې د وزرونو دوه برابره اوږده دي، خو وزن یي د یوه کوچني موټر په اندازه دی.