ننګرهار: سختو اورښتونو د يوې کورنۍ ٨ غړي مړه کړل

په ننګرهار کې د طبيعي پيښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مطبوعاتي مسول شکر الله احساس ازادۍ راډیو ته وویل،چې د سختو اورښتونو له امله تېره شپه شاوخوا دولس بجې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند د وډيسار په کلي کې یو استوګنځای رالویدلی، چې د يوې کورنۍ اته تنه غړي مړه شوي او دوه تنه زخميان دي.

دى وايي په مړو کې شپږ تنه ماشومان او دوې مېرمنې دي.

دغه اورښتونه،چې له تېرو دوو اونيو راهیسې په وقفه يي ډول روان دي،له دې وړاندې هم په دې ولايت کې سر او مال زيانونه اړولي دي.

بلخوا د ننګرهار ګاونډ لغمان ولایت کې بیا د طبيعي پيښو له امله ځپل شویو کورنیو سره مرسته ترسره کیږي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راديو ته وویل،چې د تیرو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله په لسګونو ځپل شویو کورنیو سره د مرستې وېش روان دى:

"د تیرو طبیعي پيښو له امله کومې کورنۍ،چې زیانمنې شوې وې،د اضطرار کميټې لخوا سروې شوې وې،د تیرو مرستو په دوام نن په قرغیو ولسوالۍ کې درې اتيا کورنیو سره د ډبليو اف پي لخوا، چې په دې کې غنم،غوړي،دال،مالګه شامله ده همدا اوس ېې توزیع روانه ده"

په دغو ولایتونو کې د طبيعي پيښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مسولین وايي که څه هم دوی خپل پوره چمتووالی لري،ولې په خبره يې اوس هم اورښتونه روان دي او د مالي او ځاني زیانونو احتمال ليدل کیږي.


دوی وايي په ځانګړې ډول هغه کورنۍ د سخت ګواښ لاندې دي،چې د سیند او خوړونو په غاړه میشت دي.


ننګرهارـ شاه محمود شینواری