کري به د خلیج هېودانو له چارواکو سره د ایران اټمي خبرو په اړه وغږیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په سعودي عربستان کې دی او د خلیج هېودانو له چارواکو سره به له ایران سره د روانو اټمي خبرو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

کري د چهارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیرمحمد جواد ظریف سره له پرله پسې درې ورځې خبرو اترو وروسته چې په سویس کې یي ترسره کړې، مستقیما ریاض ته ولاړ.

د دغو خبرواترو هدف دا دی چې ایران دې ته اړ کړي چې پر دی هېواد د اقتصادي بندیزونو د لېرې کېدو په بدل کې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي.

ټاکل شوې ده چې کري به نن د سعودي عربستان له نوي پاچا سلمان سره وګوري او وروسته به د خلیج د همکارۍ د شورا د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا وګوري.

د خلیج د همکارۍ په شورا کې سعودي عربستان، بحرین، کویټ، عمان، قطر او عربي متحده امارات غړیتوب لري.

د اسراییل په شان د خلیج سوني واکمن هېوادونه هم د ایران د اټمي پروګرام په اړه شک کوي چې د دوی په وینا ښایي هدف یي د اټوم بم تولید وي خو تهران دغه ادعا ردوي.

امریکایی چاروکې وایي، کري به دغو وزیرانو ته ډاډ ورکړي چې له تهران سره یوه موافقه به ایران ته د دې اجازه ورنه کړي چې اټمي وسلې تولید کړي.