مشرف، هند په افغانستان کې په ستونزو رامنځ ته کولو تورن کړی

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې: مشرف، هند په افغانستان کې په ستونزو رامنځ ته کولو تورن کړی – ترسرلیک لاندې یو مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

د پاکستان پخواني جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف ویلي، که چېرې کابل غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي، له افراطي ډلو سره باید قدرت تقسیم کړي او د هند د لاس وهنو مخه باید ونیسي.

ورځپاڼه د مشرف د خبرو په دوام کې لیکي:

جمهور رئیس اشرف غني یو منځ لاری شخص دی، په دې توګه په افغانستان کې هیلې زیاتې شوي او له همدې امله هند او پاکستان باید په افغانستان کې له هر ډول نیابتي جګړو څخه ځانونه لري وساتي.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

جنرال مشرف دا هم ویلي چې هند او پاکستان دواړه په افغانستان کې په نیابتي جګړو کې دخیل وو.

د ورځپاڼې په باور، دا ډول څرګندونې له یوه جګ پوړي برحال یا پخواني مشر څخه ډیرې نه اوریدل کېږي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سید اکبر الدین خبرې راخیستې چې وایي، هېواد یي اړتیا نه لري چې د وحشیانه خبرو ځواب ووایي.

دده په وینا، دا ډول څرګندونې یوازې د خبري رسنیو د پاڼو ډکول دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پرضد د افغانستان په شمال کې د افغانانو د مقاومت د نوې جبهې جوړیدو ته اشاره کړې او په یوه مضمون کې لیکي:

د مزار شریف تاریخې ښارپه یوې سړه خونه کې ۲۵ تنه افغانان چې د تیرو څو لسیزو جګړو د ټپونو نښې نښانې یي په بدنونو کې ښکاري، راټول شول. یوه یي د طالبانو پرضد جګړه کې څلورګوتې له لاسه ورکړې او یوه بل یي د شوریانو پرضد جهاد کې ښۍ پښه له لاسه ورکړې ده.

دا کسان په ساړه سهارکې یوې خالي کوټه کې راټول شول او د نوي دښمن یعني اسلامي دولت ډلې پرضد یي زیاتو قربانیانو ته تیاری نیوه.

ورځپاڼه لیکي:

دې کسانو چې ډیری یي د پخوانیو مجاهدینو قوماندانان دي، د مرګ په نامه نوې جبهه جوړه کړې او غواړي په افغانستان کې د داعش مخه ونیسي.

دوي نه غواړي د سوریي او عراق په څیردا بنسټ پاله او افراطي ډله د دوي په هېواد کې د پښې ځای پیدا کړي.

واشنګټن پوست وړاندې لیکي:

دا مهال په افغانستان کې د داعش خطر لږ دی، خو دا بیره له منځه نه ده تللې چې دا ډله به په دې هېواد کې فعالیت وکړي او د قدرت د یوه دهلیز په توګه به له افغانستانه کار واخلي. امریکایي او افغان چارواکې وایي، دا ډله یو قوې ګواښ دی.

ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان کېمبل تیره اوونۍ د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو کمیټې استماعیه غونډه کې ویلي و چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې حضور د راڅرګندیدو په حال کې دی.

ده وویل، ځیني کسان له دې ډلې سره یوځای شوې او دغه راز یو شمېر ناراضو طالب وسله والو هم د اسلامي دولت ډلې ته لیوالتیا ښودلې ترڅو منابع ترلاسه کړي او د خبري رسنیو پام ځانته واړوي.