سور صلیب: ۲۰۱۴م کال د افغانانو لپاره ترټولو خونړی کال و

د نړیوال سره صلیب کمیټه وایي، په روان ۲۰۱۵م کال کې په افغانستان کې جګړې مخ په زیاتیدو دي او ۲۰۱۴ م کال د افغانانو لپاره ترټولو خونړی کال و.

د نړیوال سره صلیب کمیټه وایي، په ۲۰۱۴ م کال کې یې د افغانستان د جګړو له ډګرونو څخه د ۲۰۱۳م کال په پرتله دوه برابره قربانیان انتقال کړي دي. دوی وایي، په تیرو دولسو میاشتو کې د افغانستان د جګړو له ډګرونو څخه یې ۱۳۷۲ مړي انتقال کړي چې دا شمېر په ۲۰۱۳ م کال کې ۶۲۰ و.

د نړیوال سره صلیب کمیټه یوه بې طرفه خیریه موسسه ده چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړو کې د قربانیانو مړي انتقالوي.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه چې جنګي ماموریت یې په افغانستان کې ختم شوی؛ خپل مړي او ټپیان په خپله انتقالوي.

د نړیوال سره صلیبب کمیټه وایي؛ په افغانستان کې د جګړو د شدت له امله په ۲۰۱۴م کال کې د ټپیانو شمېر هم د ۲۰۱۳م کال په پرتله زیات و.

په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب کمیټې مشر "ژان نیکولاس مارټي" وایي:

"په افغانستان کې له جنګي قوانینو څخه د سرغړونو په ګډون؛ د سختو جګړو دوام د افغانانو پر ژوند ناوړه اغیز کړی دی."

مارټي په یوې اعلامیه کي ویلي، افغانستان ته د بشري مرستو د کمېدو له امله به په دې هېواد کې د جګړو د قربانیانو وضعه نوره هم خرابه شي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي ماموریت په ختمېدو سره افغان امنیتي ځواکونه له وسله والو مخالفانوسره په سختو جګړو کې ښکیل شوي او طالب وسله وال هڅه کوي چې د افغانستان پر ځینو سیمو واک ټینګ کړي.

د رویټرز آژانس په وینا، ۲۰۱۴م کال چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنګي ماموریت په کې ختم شو او د جمهوري ریاست انتخابات په کې ترسره شول؛ د افغانانو لپاره ترټولو خونړی کال و.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي؛ په ۲۰۱۴ م کال د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړو کې لږ ترلږه ۳۲۰۰ ملکیان وژل شوي او دا کال د افغانانو لپاره ترټولو خونړی کال و.