د پکتيا په احمدخېلو کې د ولور د مخنيوي پرېکړه وشوه

د پکتيا ولايت د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکو د يوې قومي پرېکړې پر اساس د نجونو ولور کمولو تړون وکړ.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ډېرو پېغلو او ځوانانو به يې تر واده برابرېدو پورې کلونه - کلونه ستونزې ګاللې؛ ځوانان به يې بهرنيو هيوادونو ته د ولور پورې پرې کولو په خاطر ډېرې ستړې او مسافرۍ کولې.

په دې پرېکړه چې ابتکار يې ځوانانو کړی و؛ قومي مخورو، ښځو، علماوو هم برخه لرله او ټولو وويل چې له دې وروسته به دغه پرېکړه پلې کيږي:

”د مشرانو، علماوو او کشرانو ترمنځ د ډېرو هلو ځلو وروسته مو داسې فيصله وکړه. اول: د احمدخېلو ترمنځ به نجونې په درې سوه زره او همدا ډول د قوم نه د باندې که څوک نجونې ودوي دوه سوه زره.“

د دغه پرېکړې د ابلاغ په جوړه شوې غونډه کې چې د پکتيا مرکز ګردېز د ښځو چارو رياست کې جوړه شوې وه؛ علماوو هم خبرې وکړې او د ځوانانو دغه ابتکار يې وستايه؛ مولوي خواجه الدين:

” زما دوستانو موږ علما به ټول درسره يو چې د ځوان حق ثابت شي چې اسلام حق ورکړی؛ د ميراث او مالکيت حق لري او دا ټول بايد ورته برابر شي او دغه ښځې د زده کړې حق لري هغه زده کړې چې رسول الله (ص) چې کوم حق ياد کړی او هغه کومې زده کړې ښودلې دي.“

نوموړي دا هم وويل چې د خلکو ټولې پرېکړې بايد د اسلامي اصولو په چوکاټ کې وي او ډېرو نورو هم دغه پرېکړه وستايله او د خپلې سيمې دا ډول پرېکړې يې ډېرې پر ځای وګڼلې، د مدني ټولنو فعاله ماهره احمدزۍ وويل:

” دغه افتخار په پکتيا کې اول د احمدخېلو ولسوالۍ واخيست، موږ همېش ويل د پکتيا شمله ور او زړه ور وروڼه، اوس موږ دا منلی شو چې نور به دا ستونزه نه وي چې ولور هم واخلي“

په دې جوړه شوې غونډه کې د ولايت مقام اداري چارواکو د دې تړون د ستايلو ترڅنګ د دې خبرې د لاتقويې ژمنې هم وکړې او د ښځو چارو ريسې نسرين اورياخېل وويل، چې د دې ډول منفي رواجونو د مخنيوي لپاره به چټک ګامونه اخلي:

”دا مې هيله ده چې د پکتيا په ګوټ، ګوټ کې دغه ناوړه دودونه بيخي له منځه لاړ شي ځکه دا په واقعيت کې د نجونو لپاره د تاوتريخوالي سرچينه وه، چې په دې پرېکړې سره به ستونزې له منځه ځي او موږ به هڅه کوو چې دا ډول پرېکړې تطبيق کړو“

نوموړې زياته کړه، چې په دې ډول پرېکړو سره کېدلی شي، نور خلک هم دې ته وهڅيږي، چې د لور دغه منفي او بد دود له منځه يوسي چې دا به د ټولنې په وده کې مرسته وکړي.

دا پرېکړه په داسې محال کې کيږي، چې څه وخت وړاندې د لجې منګلو قومي خلکو، ځوانانو او علماوو هم ورته يو ګام اخيستی وو او د يوې پرېکړې پر اساس يې د ځنګل وهنې او ولور کمونې تړون کړی وو.

راپور: داود تپان- پکتيا