په خوست کې انټرنیټي خدمتونه کمزوري دي

که څه هم اوسمهال د مویایل ټیلیفونونو له لارې د انټرنیټ کارونه زیاته شوې او په ځانګړي ډول ځوان کهول ترډېره ټولنیزه میډیا لکه فیسبوک ټویټر او یوټیوب کاروي او د انټرنیټه په سوداګریزو، رسمي او دفتري چارو کې د اړیکو د یوې نوې، اړینې او اسانه وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي، خو په خوست کې انټرنیټ کارونکي انټرنیټي خدمتونه ډېر کمزوري ګڼي.

په خوست کې انټرنیټ کارونکي وايي، مخابراتي شبکې یوازې د خلکو څخه د ښه انټرنیټي خدمتونو په نوم پیسې ټولوي، خو په حقیقت کې په دې ولایت کې موبایل انټرنیټي خدمتونه کمزوري او حتا په نشت حساب دي او خلک يې د ستونزو سره مخامخ کړي دي، دوه تنه انټرنیټ کارونکي په دې اړه مشال راډیو ته داسې وايي:

″زما نوم طالب منګل دی، د خوست ولایت اوسیدونکی، زه په خپله په کمپیوټرکې او په موبایل کې د افغان بیسیمAWCC انټرنیټ کاروم، خو دا شبکه لکه اعلانات چې خپروي، په هغه ډول خدمات نه شي ورکولای.

۲-نوم مالي خان یعقوبي دی، په خوست کې ټولې هغه تلیفوني شبکې چې دا مهال فعالیت کوي، خدمتونه يې په نشت حساب دي، زه په خپله MTN انټرنیټ کارومه، خو د رسنیو له لارې دوی خپل خدمات په لوړه کچه معرفي کوي، ولې نیم فیصد هم د ا هرڅه رښتیا نه دي، خدمتونه لکه څرنګه چې دوی یې وايي، خلکو ته نه ترسره کوي.″

د دوو نورو مخابراتي شبکو کارونکي هم د انټرنیټ په کارونه کې ورته ستونزې لري:

″نوم مې الیاس دی، زه په خپله د سلام نیټ استعمالوم، کوم اعلانات چې دوی د 3G سیسټم ورکوي، هغه هېڅ نشته، د خلکو پیسې مصرفیږي، خو دوی خپل خدمتونه په ښه ډول نه دي ترسره کړي.

۲-نوم مې رحیم الله قایل دی، زه په خپله موبایل کې د اتصالاتو انټرنیټ کاروم، خو اتصالات انټرنیټ بیخي کمزوری دی، موږ سمه استفاده ورڅخه نه شو کولای.″

بل لوري ته په خوست کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ د ریاست چارواکي هم په خوست کې د موبایل له لارې د انټرنیټ کمزوری بهیر مني.

د یادې ادارې مشر ګل حبیب شاه وايي، چې خوست ته د باکیفیته، ارزان او دوامداره انټرنیټ له پاره د فایبر نوري او ځینو نورو شبکو په غځونه بوخت دي او ډېر ژر به د خلکو دا ستونزه هواره شي.

د دې تر څنګ د خوست ولایت چارواکي هم وايي، چې دوی ته د تلیفوني او انټرنیټي خدمتونو د کمزوري بهیر په اړه ګڼ شکایتونه رسیدلي، چې اړوندې ادارې ته يې په اړه هدایات ورکړي دي.

د عامه اړیکو په برخه کې د ولایت مقام سلاکار بریالي روان د مخابراتي شبکو څخه وغوښتل، چې په خوست کې د دې خدمتونو د ښه کولو له پاره عملاً اقدام وکړي:

″د مخابراتي شرکتونو څخه مو هم هیله داده، چې خپل انټرنیټي خدمتونه معیاري کړي او داسې خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي، چې ولس ترې راضي واوسي.″

د یادونې وړ ده، په خوست کې دا مهال افغان بیسم، ایم ټي ان، اتصالات، روشن، افغان تیلي کام، سلام او نورې تلیفوني شبکې او یو شمېر انټرنیټي کمپنۍ خدمتونه وړاندې کوي، خو په ټوله کې د خدمتونو ټیټ کیفیت، لوړې بیې او د ټولو سیمو نه مخابراتي پوښښ هغه ستونزې دي، چې خلک ورڅخه شکایت لري.

راپور: نجیب الله الوخېل