د مالیې او اوبو او برېښنا وزارتونو لپاره کاندیدانو ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړل

د افغانستان په نوې کابینه کې د مالیې وزارت او اوبو او انرژۍ وزارت لپاره کاندیدانو نن په ولسي جرګه کې خپل پروګرامونه تشریح کړل.

د مالیې وزارت لپاره کاندید اکلیل حکیمي وویل چې اوسنی اقتصادي او بودجوي سیسټم بد وضعیت لري او له ګڼشمیر ستونزو سره مخامخ دی.

ښاغلي حکیمي وویل، له نړیوالې ټولنې او بیلابیلو هیوادونو سره د ښه معرفت له مخې به هڅه وکړي چې د افغانستان په بودیجه کې زیاتوالی راولي او شته اقتصادي ستونزې هم په وخت هوارې کړي.

له بلې خوا د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره کاندید عبدالرحمن صلاحي وویل؛ انرژۍ ته نه لاس رسي د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.

ښاغلي صلاحي زیاته کړه چې د اوبو د زیرمو لپاره به تاسیسات جوړوي او له دې لارې به هڅه وشي چې افغانستان په سیمه کې د بریښنا په تولیدونکي هیواد بدل شي او هم د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره بندونه جوړ شي.
ښاغلي حکیمي او صلاحي په داسې حال کې نن په ولسي جرګې کې خپلې طرحې وړاندې کړې چې لا هم د کابینې د ځینو کاندید وزیرانو پر سر لانجې روانې دي او نن هم دا جرګه د لفظي شخړو له امله لږ څه وځنډیده.