په کابل کې افغان دیني عالمانو د فرانسې د سفارت د تړلو غوښتنه وکړه

د افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو دیني عالمانو له افغان حکومت وغوښتل چې په کابل کې د فرانسې سفارت وتړي.

دغو دیني عالمانو نن پنجشنبه په کابل کې په یوه غونډه کې د چارلي هیبدو فرانسوي مجلې له خوا حضرت محمد″ص″ ته د منسوب کاریکاتور خپرول وغندل او له افغان حکومته یې وغوښتل که د فرانسې سفارت ونه تړي پراخې مظاهرې به وکړي.

چارلي ابدو فرانسوۍ مجلې وروسته له هغه چې څو خبریالان یې په یوه حمله کې په پاریس کې ووژل شول یوځل بیا محمد ″ص″ ته منسوب کاریکاتورونه خپاره کړل چې د نړۍ په کچه یې ګڼ شمېرغبرګونونه وپارول.

د افغانستان دیني عالمانو په یوه غونډه کې د چارلي هیبدو فرانسوي مجلې له خوا د اسلام پیغمبرحضرت محمد ″ص″ ته سپکاوی وغنده.

دغو دیني عالمانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له فرانسې وغوښتل چې له ټولو مسلمانانو بخښنه وغواړي.

په دې غونډې کې چې د سناتورجنت ګل تره خیل په مدرسه کې جوړه شوې وه د ولسي جرګې استازي مولوي تره خیل محمدي خبرداری ورکړ که افغان حکومت په کابل کې د فرانسې سفارت ونه تړي پراخې مظاهرې به وکړي:

″څو د فرانسې حکومت له ټولو بشریت خصوصاُ له امت مسلمه نه له دوه نیم زره میلیونه مسلمانانو د جهان نه معذرت نه وي غوښتلی، تر هغه وخته باید د فرانسې د سفارت دروازې وتړل شي.

که چیرته ونه تړل شوې د افغانستان د مسلمانانو حوصله نوره پوزې ته رسیدلې ده.

د خپل پیغمبرپه دفاع کې په سوله ییزه توګه مظاهرې کوي.″

ښاغلي محمدي همداراز له نړېوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د چارلي هېبدو مجلې له خوا د حضرت محمد ″ص″ د سپکاوي له امله پر فرانسې فشار راوړي څو بخښنه وغواړي.

دوی همدا راز د چارلي هېبدو مجلې ټولو اخیستونکو او خرڅونکو ته هم د سزا غوښتنه وکړه.

دا عالمان وروسته له هغه سره ټول شول چې څه مودې مخکې چارلي هېبدو طنزي مجلې حضرت محمد ″ص″ ته منسوب کاریکاتور خپور کړ او ډېر غبرګونونه یې وپارول.

د پنجشنبې په ورځ د چارلي هېبدو مجلې د دې کارد غندلو په غونډه کې د ولسي جرګې او سولې عالي شورا غړي مولوي شهزاده شاهد هم له افغان حکومت وغوښتل چې په کابل کې د فرانسې سفارت وتړي.

ده وویل، حضرت محمد ″ص″ ته سپکاوی ټولو پیغمبرانو ته سپکاوی دی او باید د دې کارپه خاطر فرانسه له ټولو بخښنه وغواړي:

″محمدرسول الله ته توهین د یو لک او څلورویشت زره کم او زیات پیغمبرانو توهین دی.

موږ په ټولو پیغمبرانو ایمان لرو" لا نفرق بين أحد من رسله" موږ په دې کې دا فرق نه کوو.

څوک تروریست دی چې هغه د پیغمبرانو اخري پیغمبرته توهین شروع کړي او هغه ته غلط نسبتونه وکړي.″

په غونډه کې نورو ګډونوالو هم د چارلي هېبدو مجلې له خوا حضرت محمد ″ص″ ته د منسوب کاریکاتور خپرول وغندل او له اسلامي هیوادو یې وغوښتل چې فرانسوي الوتکو ان په خپل هوایي حریم کې هم د تګ راتګ اجازه ورنه کړي.

د پنجشنبې په ورځ د کابل په ښارکې دننه هم یو شمېرعامو خلکو د چارلي هېبدو مجلې دا کار په یوه لاریون کې وغنده.

ومو غوښتل د دغو ګډونوالو هغه غوښتنه چې د فرانسې سفارت باید په کابل کې وتړل شي له افغان حکومت سره شریکه کړو خو له هڅو وروسته هم څوک په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شو.

له دې مخکې افغان ولسمشرمحمداشرف غني په یوه اعلامیه کې د چارلي هېبدو مجلې دا کار غندلی و او دا یې د بیان د ازادي خلاف کار بللی و.

راپور: صفي الله ستانکزی