ظاهر: ککړه هوا هرکال له ۳۰۰۰ څخه زیات افغانان وژني

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي چې هرکال په ټول هېواد کې له درې زرو څخه ډيرکسان د ککړې هوا له کبله مري.

د دې ادارې چارواکي د افغان دولت له خوا د چاپیریال مسایلو ته کمه پاملرنه، د حکومتي ادارو په منځ کې نه همغږي او مالي ستونزې د خپلو کارونو په مخ کې لوی خنډونه یادوي.

خو یو شمېرافغان څیړونکي وايي چې په تیروکلونوکې له کافي بودیجې سره سره دا اداره نه ده توانیدلې چې د هوا د ککړتیا په برخه کې د پام وړ کارونه وکړي.

په تیرو ۱۳ کلونوکې په ښارونو کې د ککړې هوا څخه د مخنیوي لپاره له پراخو هڅو سره سره نه یوازې د ککړې هوا مخنیوی نه دی شوی بلکې اوس دغه ککړه هوا د مرګونو سبب ګرځیدلې ده.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې مشرمصطفی ظاهر وايې چې دا مهال د ککړې هوا له امله هرکال په ټول هېواد کې له درې زرو څخه زیات کسان مري:

″امکان لري چې هرکال له درې زرو زیات کسان د ککړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي او دا هغه مساله ده چې ډیربحث پرې نه دی شوی، زموږ په پایتخت کې د هوا ککړتیا د منلو او تحمل وړ نه ده.″

نوموړي همدارنګه وویل چې دا مهال د هېواد ټول لوی ښارونه د ککړې هوا تر ګواښ لاندې دي.

مصطفی ظاهرپه موټرو کې د بې کېفیته تیلو استعمال، د سړکونو خرابوالی، د نفوس ډیروالی، د خښتو د بټیو موجودیت، فابریکې او په حمامونو او هوټلونو کې د لرګیو او نورو بې کېفیته شیانو سوځول د هوا د ککړیدو مهم عوامل بولي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې د معلوماتوله مخې دوی هم د ککړې هوا د پاکولو په هدف هڅې پیل کړې چې په هغه کې عامه پوهاوی او نور اړین اقدامات شامل دي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د چاپیریال ساتنې د کمیسیون پخواني غړي نادرشاه بحرازادۍ راډيوته وویل چې د ککړې هوا څخه د مخنیوي لپاره د چاپیریال ساتنې ادارې په تیرو کلونو کې ګټور کارونه نه دي کړي.

نوموړي وویل سره له دې چې هرکال د چاپیریال ساتنې ادارې ته کافي بودجه ورکول کېږي خو دوي نه دي توانیدلي چې خپله بودجه په سمه توګه مصرف کړي.

ښاغلی بحرادارې فساد له قانونه سرغړونه د چاپیریال د ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې د قوي ارادې نشتون له هغو لاملونو یادوي چې د هوا په ککړیدو کې ونډه لري:

″هم اشخاص په مسولانه او جدي ډول په دې اړه کارنه دی کړی، هم بودیجه د ادارې فساد له امله حيف و ميل شوې، د کار لپاره اراده کمه وه او په دې برخه کې کومه اداره چې مستقیمآ مسولیت هغه د چاپیریال ساتنې اداره ده.″

خو د افغانستان د چاپیریال ساتنې د اداري چارواکې د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتون د دولت له خوا د چاپیریال مسایلوته کمه پاملرنه او اقتصادي ستونزې د اندیښنې وړ مسایل یادوي.

د دې ادارې د پالیسۍ او بهرنیو اړیکو مرستیال "عبدالولي مدقق" له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې هغه پراختیايې بودیجه چې د چاپیریال ساتنې اداره اړتیا لري ورته په واک کې نه ورکول کېږي:

″په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایم، هغه بودیجه چې موږ ورته اړتیا لرو هیڅ وخت مونه ده ترلاسه کړې، یوازې په 1393 کال کې مو دوه سوه زره ډالر وړاندیز کړی و چې هغه منظور شوی دی، بودیجه د یوې دولتي ادارې لپاره ډيره مهمه ده او که چېرې ستاسې پراختیايې بودیجه نه وي نو اضافه څه نه شي کېدی پرته له دې چې هغه اداره یوازې وساتل شي او کار کوونکو ته معاشونه ورکړل شي.″

خو د افغانستان د ماليې وزارت چارواکې بیا د چاپیریال ساتنې د ادارې دا خبرې نه مني چې ورته پراختیايې بودیجه په واک کې نه ده ورکړې.

د دې وزارت ویاند عبدالقادرجیلاني ازادۍ راډيوته وویل چې په 1393 کال کې دې ادارې ته بودیجه په واک کې ورکړل شوې وه او یوازې اولس عشاریه پنځه ویشت سلنه یې مصرف کړي وه:

″حکومت د چاپیریال د ښه کېدو لپاره ځانګړې توجه لري ترڅو د چاپیریال وضیعت بهترکړي په دې هدف باندې موږ په 1393 کال کې تر 92 ملیونه افغانیو پورې بودیجه د چاپیریال ساتنې ادارې ته وضعه شوې وه چې بیا تر پنځه لس عشاره نهه میلیونه افغانیو پورې دې ادارې مصرف کړي وې، نو انکشافي بودیجه يې په واک کې وه او په دې اړه باید دوي ملت ته ځواب ووايي.″

خو له بلې خوا د کابل ښار یو شمېراوسیدونکي بیا د نورو ادارو ترڅنګ کابل ښاروالي هم تورنوي چې په کابل ښارکې د کثافاتو او ککړو اوبو په وخت نه پاکولو له وجې چاپیریال ته ستونزې رامنځ ته کړي دي.

دوي وايي، چې افغان حکومت باید د کابل په ښاروالۍ کې وړ او مسوول کسان په دندو وګماري ترڅو د کابل ښار په پاکېدو کې د پام وړ هڅې وکړي:

″عبدالجلیل اسحاقزۍ د کابل ښار اوسیدونکې یم، باید په کابل ښار کې داسې یو ښاروال وټاکل شي چې واقعآ کار وکړي او وړ او مسلکې انسان وي.

″کوم انتحاري حملې چې په کابل ښارکې ترسره کېږي له هغه ډير ضرر يې د هوا د ککړتیا له امله خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

″دا مهال له په کابل ښارکې خلک د ډيري خلک مریضان دي د همدې ککړې هوا له وجې نوحکومت ته پکار دی چې پدې برخه کې جدي توجه وکړي. ″

خو د کابل ښاروالۍ د تنظیفاتو رییس نثاراحمد حبیبي له ازادۍ راډيو سره په خبروکې دا خبرې رد کړي چې ګنې دوي خپل کارونه سمه توګه نه ترسره کوي.

نوموړي وویل، هغه څه چې د کابل ښاروالۍ دنده ده په وخت يې ترسره کړې دي:

″زموږهغه څه چې مسوولیت او رسالات دی د دې ادارې د توانمندي سره سم ترسره کوو، زه دا منم چې سږکال د نورو کلونو په پرتله د ژمي په رارسیدو سره د کابل هوا ټولو ښاریانو ته ګواښونکې ده، خو د چاپیریال د پاکېدو او هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي لپاره ټول مسوولیت لري چې په کډه کار وکړي.″

په عین حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ککړې هوا له امله بیلابیلې ناروغۍ لکه، د زړه ناورغۍ، د مغزو سکته، د سګو ناروغۍ، زکام،د ستونې درد او بیلابیلې نورې ناروغۍ پیدا کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجان نعیم په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ژمي کې ککړه هوا د ماشومانو او لویانو د مړینې لامل ګرځي.

په ظاهره ټول دولتي چارواکې د ککړې هوا په مخنیوي کې خپل مسولیت ادا کړی بولي، خو د څيړونکو په باور، د چاپریال ساتنې ادارې، کابل ښاروالۍ او ترافیکو په دې برخه کې ډیره بې غوري کړې ده.

له دې وړاندې د چاپریال د پاکوالي لپاره د دود کوونکو موټر د بندیدو، په حمامونو او هوټلونو کې د ربړونو او بې کېفیته موادو د سوځیدو او دغه راز له ښاري سیمو نه د فابریکو او بټیو د لرې کېدو پریکړې شوې وي، خو اوس هم دغه ستونزې پر ځای پاته دي.

د څیړونکو په باور، که چېرې په چاپیریال ساتنه کې ښکېلې ادارې خپلې دندې همغږې او په سمه توګه ادا نه کړي، په کابل کې به د هوا ککړتیا په یوې نه هواریدونکې ستونزې بدله شي.

راپور: ناجیه ساپۍ